پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان نن په هرات کې د کب ۲۴ مې نېټې پاڅون ۳۹ کلیزې په مناسبت مراسمو کې خبرې کولې د ملي یووالي حکومت له مشرانو يې وغوښتل استعفا ورکړي او د رڼو ټاکنو ترسره کولو پورې دې موقت حکومت جوړ کړي.
دغه پخوانی جهادي قوماندان باوري دی چې په حکومت کې د ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله له حضور سره به هېڅکله رڼې او پر وخت ټاکنې ترسره نهشي.
دغهراز، اسماعیل خان له طالبانو هم وغوښتل که د ملي یووالي حکومت سره سوله نهکوي له مجاهدینو سره دې د سولې خبرو اترو له لارې د یو قانوني حکومت په جوړولو کې هڅه وکړي.
دغه جهادي قوماندان د څرګندونو په یوې برخه کې عطامحمد نور ته په وینا کې وویل، د ارګ پر وړاندې دې پر خپله پرېکړه کلک ودریږي او د جمعیت اسلامي له رهبرۍ پرته تصمیم ونه نیسي.
د اسماعیل خان له څرګندونو سره ورته وخت کې د مولانا عبدالرحمان سیدخېلي د وژل کېد اووم تلین په یاد غونډه کې د حراست او ثبات شورا د رهبرۍ غړي محمدعمر داودزي خبرداری ورکړ چې د ملي یووالي حکومت ۵ کلنې کاري دورې ختمېدو سره به دغه حکومت ته یوه ورځ هم د کار غځېدو اجازه ورنهکړي.
بلخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مرستیال محمدیونس قانوني طالبانو ته د ځېنو ولایتونو سپارلو پر طرحې نیوکه کوي. وايي چې دغه طرحه د افغانستان د وېش په معنا ده او د عملي کېدو پرمهال به یې خلک پر وړاندې ودرېږي.
د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي و چې د ملي یووالي حکومت دې ځېنو ولایتونو کې یوشمېر سیمې په خپلواک ډول طالبانو ته وسپاري او زیاته کړې وه، شخصا یې دا طرحه غني ته سپارلې ده.
حکمتیار دغه ولایتونه د سولې ولایتونو په نوم یاد کړي او زیاته کړې یې ده چې حکومتي ځواکونه دې هم له دغو ولایتونو ووېستل شي. ګلبدین ټینګار کړی چې ولسمشر له دغې طرحې ملاتړ کړی او هیلهمن دی چې د دغې طرحې پربنسټ په هېواد کې سوله راشي.