اسلام اباد یونایټیډ د کم مصرف سره سره د پاکستان “سوپرلیګ” اتلولي وګټله

د پاکستان لومړي پړاو سوداګریزو۲۰ اوریزه "سوپرلیګ" سیالیو لومړی پړاو د مصباح الحق په کپتانۍ کې د ټورنامنټ د دویمې کم مصرفه لوبډلې اسلام اباد یونایټیډ په اتلولۍ سره پای ته ورسید.

د یادې لوبډلې په ګټه ویسټ انډيزي اوپنر ډیون سمت او پخواني اسټرالوي کرکټر براډ هیډن بهترینه لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې په نیمه سلیزو یې خپله لوبډله سترې اتلولۍ ته ورسوله.

په سیالۍ کې لومړی کویټې ګلډیټرز لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه، چې د احمد شهزاد او کمار سنګاکارا د نیمه سلیزو په مټ یې ۱۷۴ منډې جوړې کړې، چې اسلام اباد لوبډلې په ۱۹ م اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړی.

د سیالیو په پای کې ډیون سمټ د فاینل لوبې خو روي بوپارا د ټورنامنټ غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده، چې اسلام اباد یونایټیډ لوبډله په لیګ سیالیو کې د څلورمې لوبډلې په توګه په قسمت سره دویم پړاو ته رسیدلې وه.

دغه راز د مصباح الحق په کپتانۍ کې اسلام اباد یونایټیډ لوبډله د پاکستان په لومړي پړاو سوپرلیګ سیالیو کې د سرفراز احمد په کپتانۍ کې د (کویټې ګلډیټرز) لوبډلې وروسته کم مصرفه لوبډله وه، چې ترټولو لومړی ددې جام فاینل ته رسیدلې وه.

یاده دې وي، چې د پاکستان په لومړي پړاو سوپرلیګ سیالیو کې کویټې لوبډلې  ۱،۱ میلیون ډالره خو اسلام اباد لوبډلې بیا ۱ اشاریه ۵ میلیونه ډالره د لوبغاړو په اخیستلو لګولي وو.

دغه راز د پاکستان په لومړي پړاو سوپرلیګ سیالیو کې د شعیب ملک په کپتانۍ کې کراچۍ کینګز لوبډله په ۲،۶ میلیونه ډالرو مصرفولو سره ترټولو قیمتي لوبډله وه، چې ان دویم پړاو ته هم ونه رسیده.

د پاکستان په سوپرلیګ سیالیو کې ټاکل شوې وه ۶ لوبډلو برخه اخیستې وای، خو کشمیر وریرز لوبډلې د نامعلومه دلایلو له کبله په دې سیالیو کې ګډون و نه کړ.

د پاکستان کرکټ بورډ په پلان کې لري، ترڅو دغه سیالۍ راتلونکې ۲۰۱۷ م کال کی یو ځل بیا د دویم ځل له پاره په عربي اماراتو کې ترسره کړي.

پاکستان سوپرلیګ سیالیو کې عمراکمل ترټولو زیاتې ۳۳۵ منډې، ویسټ انډيزي انډري رسل ترټولو زیاتې ۱۶ ویکټې ترلاسه کړې.

دغه راز شرجیل خان د ټورنامنټ لومړۍ او یواځینۍ سلیزه خو محمد عامر بیا د ټورنامنټ لومړی او یواځینی هیټریک ترسره کړ.

دا هم د حیرانتیا خبره وه، چې د پاکستان لومړي پړاو سوپرلیګ سیالیو د پیل لوبه او بیا د پای لوبه هم دواړو اسلام اباد او کویټې ګلډیټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه ،چې لومړۍ لوبه د افغان نبي عیسی خیل په شتون کې کویټې، خو مهمه او د اتلولۍ لوبه بیا اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې وګټله.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام