د چهار شنبې په ورځ( د اپرېل ۲۹مه) مازیګر مهال د کابل مېډيوټیک دفتر او پل فکري کړۍ د ارواښاد اسحاق ننګیال ۱۷ تلین ولمانځه
په دغه غونډه کې بېلا بېلو لیکوالو اوشاعرانو د ننګیال پر شاعرۍ، نثر او ژوند خبرې وکړې
د افغانستان د سیمیزو مطالعاتو مرکز مشر غفور لیوال وویل چې ننګیال هغه شاعر دی چې د پښتو په شعري ادب کې یې تر هرچا زیات اسطوريي سمبولونه کارولي دي.
لیوال زیاته کړه ننګیال په ټوله معنی شاعر و او په خپله شاعرۍ کې یې ډير نوښتونه کړي دي.
دافغانستان دملي تلویزون رييس زرین انځور د ننګیال په سېوري ناول خبرې وکړلې او وویل چې په دغه ناول کې هم هغه نثر ته د شعر خواږه ډالۍ کړي دي او همدا وجه ده چې سېوری ناول لوستونکی نه ستړی کوي او پېغام لېږدوي.
د هیواد تکړه ممثل ممنون مقصودي د ارواښاد ننګیال ( کلیزه) نظم دیکلمه کړ او د غونډې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شو
په غونډه کې نوم یادي سندرغاړي حفیظ ګردش هم په خپل خواږه غږ کې د ننګیال شعرونه زمزمه کړل.
دافغانستان دکابل مېديوتیک مشر عاطف فقیرزاده وویل چې دوي هڅه کوي دخپل افغاني فرهنګ د ودې له پاره نور ډیر داسې پرګرامونه هم جوړکړي او د مستحقو خلکو لمانځن غونډې هم جوړې کړي.
د پل فکري کړۍ مشر اجمل تورمان په خپلو خبرو کې وویل، فرهنګيانو د ننګیال حق نه دی ادا کړی او دهغه په هېرولو سره نه شي کولی د ننګیال مقام را ټيټ کړي.
تورمان زیاته کړه چې ننګیال پخوا هم شاعر و اوس هم شاعر دی او تر مودو مودو به د لوستونکو په زړونو باچاهي کوي.
د ارواښاد ننګیال د کورنۍ په استازولۍ دهغه کشري زوۍ انوش ننګیال خبرې وکړې، دغونډې له جوړوونکو یې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د پلار ځای به نیسي.
ارواښاد ننګیال په ۱۳۷۷ کال د ثور په ۸مه په پېښور کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې او د ډيرو هنري ودانيو دروازې یې خپلو مینوالو ته خلاصې پرېښودې.