
استاد محمد عبدالعزیز مهجور د ورپېښې ناروغۍ له امله نن سهار مهال د ۷۲ کلونو په عمر په هند کې په حق ورسېد.
ارواښاد مهجور په ۱۳۲۴ هجري لمریز کال کې په کندهار کې زېږېدلی و او هلته له څه وخت تېرولو وروسته خپل اصلي ځای «کابل» ته راستون شو. لومړنۍ زدهکړې یې د «عاشقان عارفان» په ښوونځي کې وکړې، بیا اماني لېسې ته ولاړ.
په همدې وخت کې د خپل خدای بښلي پلار استاد محمد عبدالحمید اسیر «قنديآغا» په لاره روان شو او د هندي سبک د ستر شاعر مولانا عبدالقادر بېدل مطالعه یې پیل کړه. ده د بېدل په اړه د لېسې له دورې نه د پلار څخه په ورپاتې کتابونو او اثارو کې ژوره مطالعه شروع کړه.
استاد مهجور د لېسې له خلاصولو وروسته زړه ـ نا زړه د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته لاره پیدا کړه او له څلور کلنې دورې وروسته فارغ شو. ارواښاد مهجور په داخل او خارج کې په بېلابېلو پوستونو کار کړیدی.
ارواښاد مهجور د ژوند ډېرې سختې شپې او ورځې تېرې کړې او د خپل ایډیال شاعر «بېدل» په اړه یې هر ځای د هغه د هنر خبره وکړه.
په وروستیو ۳ لسیزو کې یې په بېلابېلو مجلو، اخبارونو او جریدو کې ادبي او عرفاني مقالې او شعرونه خپاره شويدي.

دی په یو ځای کې د خپل هنري دریځ په اړه وايي: «په فرهنګی کارونو بوخت یم؛ خو کله مې هم په شعر کې د یو زورواکي مدحه نهده کړې، د یو کپ ډوډۍ لهپاره مې چا ته سر نهدی ټیټ کړی او د زورواکۍ لهپاره مې انساني کرامت تر پښو لاندې نهدي کړي.»
استاد مهجور په ۱۳۸۱ لمریز کال کې د هند ډلي ښار د «اسلامیه ملیه» پوهنتون له لوري د ابوالمعاني بېدل په اړه جوړ شوي نړیوال کنفرانس ته دعوت شو او د کنفران پرمهال د بېدل پېژندنې په اړه د دې پوهنتون لهخوا افتخاري دوکتورا ورکړل شوه.
ده به ویل، چې د بېدل په اړه د کړیو تحقیقاتو په پایله کې د هغه عرفاني او ادبي فیض په ځان کې محسوسوي.
د استاد مهجور جنازه به نن له ډیلي نه کابل ته ولېږدول شي. د تدفین د مراسمو په اړه به وروسته معلومات شریک شي.





