د اسټرالیا حکومت نن (جمعه جولای ۸مه) په وارسا کې د ناټو له غونډې وړاندې اعلام وکړ، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره پر ۵۰۰ میلیون ډالریزې اعلان شوې مرستې سربېره، چې له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۷ پورې ژمنه شوې وې اوس ۳۰۰میلیونه ډالره نوره مرسته هم کوي، چې تر ۲۰۲۰ م ز کاله پورې به هر کال ۱۰۰ میلیون ډالر ورکول کيږي.
د راپورونو پر بنسټ، له مرسته شویو ۱۰۰ میلیون ډالرو څخه به ۸۰ میلیون میلیونه يې د هېواد د ملي اردو او پاتې ۲۰ میلیونه ډالر يې د ملي پولیسو له پاره ځانګړي شي.
یاده دې وي، چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۷۰ استرالیاوي پوځيان د ناټو د غوڅ ملاتړ تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.
استرالیا په افغانستان او عراق کې د امریکا کلکه متحده پاتې شوې او د پام وړ فعالیتونه يې هم ترسره کړي دي.