د ولسمشر وياند صدیق صديقي وايي چې افغان دولت سولې لپاره ټول اړين قدمونه اخيستي دي او طالبان د بينالافغاني خبرو ځنډېدو لپاره هېڅ دليل نه لري.
صديقي پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، که چېرې طالبان چې د سولې په اړه يې کومه هوکړه لاسليک کړې ژمن وي، نو د بينالافغاني خبرو ځنډېدو لپاره هېڅ پلمه نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت طالبانو سره خبرو لپاره د محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسيز پلاوی اعلان کړ.
امريکا يو شمېر نورو هېوادونو ياد پلاوی ټولشموله ګڼلی او له هغه يې هرکلی کړی دی.
افغانستان د اروپايي اتحاديې استازولۍ هم نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره ياد پلاوی ټولشموله ګڼلی دی.
يادې اتحادیې له طالبانو غوښتي چې نورې پلمې دې نه لټوي او سولې ته، اوربند او سياسي هوکړې ته رسېدو لپاره دې افغان دولت سره خبرې وکړي.