ارګ: لوړ پوړی پلاوی به د لاسوهنې په اړه پاکستانیو چارواکو ته کره سندونه وړاندې کړي

د ولسمشر د ویاندویانو دفترځای ناستي شاحسین مرتضوي سلام‌وطندار ته وویل، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت لوی رییس معصوم ستانکزی اسلام اباد ته تللي چې د هغه هېواد چارواکیو ته یولړ مهم او کره سندونه وسپاري.

په داسې حال کې چې ځینو پاکستانیو رسنیو ویلي پرون ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي تیلیفون ته ځواب نه دی ورکړی خو د پاکستان د لومړي وزیر یو پیغام ور رسېدلی دی.   

social media

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ویلي د پاکستان لومړي وزیر تیلیفوني رابطه نه ده کړې خو پیغام یې ولسمشر غني ترلاسه کړی او نن (چهارشنبه) ولسمشر یو پلاوی پاکستان ته استولی دی.

اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل رسنیو ته ویلي چې پاکستان د ۲۷ شکمنو ترهگرو یوه ډله د تېرکال په نومبر میاشت کې افغانستان ته سپارلې وه خو دا یې نه دي ویلي دغه کسان څه وخت او چېرته نیول شوي وو.

خو افغان حکومت بیا د پاکستانیو چارواکیو دا ادعا رد کړې چې ګنې د طالبانو او حقاني ډلې اړوند ۲۷ کسان یې کابل ته سپارلي دي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام