د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له هغو ډلو سره خبرې اترې کوي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې خبرو اترو په اړه ټول نړیوال نورمونونه ومني.
د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي نن دوشنبې د (جنورۍ پر ۲۵مه) نېټه په کابل کې یوې خبرې غونډې ته د طالبان له خوا له مخکې نه د وړاندې شویو شرطونو په اړه وویل، چې د دغو شرطونو منل یا ردول، یو کس پورې نه تړل کېږي، بلکې ځانګړیو معیارونو ته اړتیا لري.
د طالبانو ډلې تېره ورځ (يکشنبې) د سولې د خبرو اترو په اړه د افغانستان دولت ته تازه شرطونه وړاندي کړل.
په قطر کې د دې ډلې د فتر په رسمیت پېژندل، له تورلېسته د طالبانو د مشرانو نومونه ایستل، د دوی د وژلو پر سر اېښې جایزې لېرې کول، د طالبانو ازادول او د دوی پر ضد د مضرو اعلانونو بندول، د دوی د شرطونو له جملې څخه دي.
د پګواش د ګډونوالو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د بهرنیو ځواکونو اړوندو موضوعاتو په اړه باید په مستقیمه توګه د امریکا له متحده ایالاتو سره خبرې وکړي، خو د افغانستان د مسایلو په اړه کولی شي، چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
طالبانو دغه شرطونه په قطر کې د پګواش موسېسې له خوا په دوه ورځنۍ غونډه کې وړاندې کړي دي.
په دغه غونډه کې د طالبانو د قطر دفتر مشر شېرمحمد عباس ستانکزي، د هغه مرستیالانو او نورو طالبانو ګډون کړی و.
طالبانو د دغې غیر رسمی ناستې د جوړېدلو نېټه د تېرې جمعې ورځ ښودلې وه. دغې ډلې ویلي وو، چې غواړي د افغانانو او خپلې حقه غوښتنې په مستقیم ډول نړیوالې ټولنې ته ورسوي.