ارګ له عطامحمد نور سره هوکړې ته ورسېد

د ۱۳۹۶ل،م کال پای ته رسېدو سره د ارګ او عطامحمد نور لانجه هم پای ته ورسېده.

یوې معتبرې حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته وویل، د حکومتي جوړښت بدلون او سمون پرته ارګ له نور سره د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت، د پوهنې وزارت، د بلخ ولایت پر څوکۍ او د امنیې قوماندانۍ پر څوکۍ هوکړې ته رسېدلي؛ ښايي د نوي کال په لومړۍ ورځ دغه هوکړه رسما اعلان شي.

د سرچینې په خبره، نجیب فهیم د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزیر او میرویس بلخي د پوهنې وزیر په توګه د جمعیت له‌خوا وړاندیز شوي دي.

د عطامحمد نور ویاند منیراحمد فرهاد وايي، د ارګ او عطامحمد نور ترمنځ د لانجې حل هوکړه شوې او ډېرژر به یې جزیات رسنیز شي او زیاتوي، «بیا هم د دې هوکړې وروستۍ پرېکړه د جمعیت په لاس کې ده.»

له ارګ سره د جمعیت ګوند مرک‌چي پلاوي یوغړی وايي، هغوی له ارګ سره د ښاغلي نور خبرو کې هېڅ رول نه‌لري او دغه پلاوی د ولسمشرۍ ماڼۍ او عطامحمد نور ترمنځ د هوکړې جزییاتو په اړه معلومات نه لري.

دغه سرچینه زیاتوي، دوی یوازې خبر شوي چې دې برخه کې د ارګ او ښاغلي نور ترمنځ هوکړه شوې ده.

له دې وړاندې هم ارګ سره د جمعیت ګوند د مرکه‌چي پلاوي یو غړي ویلي و، ولسمشرۍ ماڼۍ د نور راضي کولو هڅه کوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه وايي، خو د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسف‌‌زاده وايي، هغوی د ارګ او جمعیت ګوند ترمنځ هوکړې په اړه اطلاع نه‌لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام