نن سهار یو شمېر رسنیو راپورونه خپاره کړل چې بلخ ته د ارګ لېږلی پلاوی له عطامحمد نور سره هوکړې ته رسېدلی دی.
د جمعیت ګوند یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته وویل چې شاوخوا یوه میاشت مخکې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره د جمعیت ګوند خبرې له کړکېچ سره مخ شوې.
د سرچینې په خبره، ولسمشرۍ ماڼۍ د جمعیت ګوند د اجریوي رییس او د بلخ ګوښه شوي والي عطامحمد نور ته شخصي وړاندیز کړی او له ارګ سره د جمعیت د وړاندیزونو په اړه خبرې نهدي شوي.
سرچینه زیاتوي، د جمعیت ګوند دولس مادهییز وړاندیز پر سر د ارګ او دد غه ګوند خبرو کې له کړکېچ وروسته، ولسمشرۍ ماڼۍ بله لاره ازمايي.
په ورته وخت کې د جمعیت ګوند یوه بله سرچینه وايي، د ولسمشرۍ ماڼۍ او عطامحمد نور ترمنځ د هوکړې ګټې باید د جمعیت رهبرۍ شورا هوکړه له ځان سره ولري، ګنې نو د ارګ او ښاغلي نور ترمنځ هوکړه به وروستۍ نه وي.
په همدې حال کې د بلخ ولایتي شورا مشر افضل حدید وايي، دغه ولایت ته د ارګ لېږلي پلاوي او عطامحمد نور خبرو کې پرمختګونه شويدي.
د ښاغلي حدید په وینا، د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي او د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي عطامحمد نور سره د ارګ په استازيتوب خبرې کړېدي.
وروسته له هغې چې عطامحمد نور د بلخ له ولایته د ګوښهکېدو په تړاو د ولسمشر محمداشرف غني له امره سرغړونه وکړه. د ستار مراد، صلاحالدین رباني، محیالدین مهدي او واقفحکیمي په ګډون پلاوي د ولسمشرۍ ماڼۍ او جمعیت ګوند ترمنځ د شخړو هواري لهپاره خبرې پیل کړې او ښاغلي نور هم د دې ستونزې حل جمیعت ګوند ته پرېښود.
خو پوښتنه دا ده چې د جمعیت ګوند له پلاوي سره د خبرو له کړکېچ وروسته ارګ ولې د پلاوي پر ځای له ښاغلي نور سره خبرې کوي؟