له څو میاشتو راهیسې حکومتي بنسټونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.
د قانون له مخې هیڅ دولتي بنسټ باید له دوه میاشتو زیات د سرپست له خوا اداره نه شي.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د سرپرستانو د کار دوام د امنیتي تشې د مخنیوي معنا لري.
ولسمشر د ملي شورا د دوبي رخصتیو پر مهال تقنیني فرمان صادر کړل، چې له مخې یې امنیتي بنسټونه د سرپرستۍ له قانون څخه استثنا بلل شوي وو.
که څه هم دغه فرمان له رخصتیو وروسته د ولسي جرګې له خوا د رایو په اکثریت رد شو، خو مشرانو جرګې له لوري د رایو په اکثریت تایید شو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د عموي مصلحت او هېواد امنیتي حالت ته په کتو سره په امنیتي بنسټونو کې د سرپرستانو کار دوام وکړي.
ځېنې شنونکي د ولسمشر دغه فرمان د اساسي قانون سره په ټګر کې بولي.
د سیاسي او حقوقي چارو شنونکی کبیر رنجبر وايي، چې سرپرستان د ادارو په رهبرۍ کې خلاص لاس نه لري او زیاتوي، چې د حقوقي او قانوني مشروعیت نه لرل د سرپرستانو تر واک لاندې ادارو کې دغه یوه ستونزه بولي.
له بل لوري د چارو شنونکی اجمل هوډمن وايي، چې د سرپرستانو کاري مودې زیاتېدل پر حکومت باندې د ولس باور کموي او هغه دغې چارې ته حکومت ته د واک انحصارولو په سترګه ګوري.
د شنونکو په خبره، سرپرستان د کاري خوندیتوب له نظره اندېښمن دي او د خپل راتلونکي په اړه ډاډه نه دي، نو ځکه د دوی پر وینا دغه چاره پر کارونو منفي اغیز لرلی شي.
د ملي دفاع وزارت له څو میاشتو راهیسې د سرپرست له خوا اداره کېږي، چې په دې وروستیو کې د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل هم استعفا ورکړې او دغه لوي امنیتي بنسټ هم د سرپرست له خوا اداره کېږي.