تېره اوونۍ د ترکیې پلازمېنه انقره کې د درېیو ګوندونو جمعیت، وحدت اسلامي او جنبش اسلامي مشرانو ترمنځ له خبرو اترو وروسته د افغانستان ژغورنې په نوم ایتلاف جوړ کړ.
د دې ایتلاف له جوړلو وروسته د ملي امنیت لوی رییس معصوم ستانکزی انقرې ته سفر وکړلو. له دې سفره داسې انګېرنې راپورته شوي، چې حکومت جنرال دوستم ته د امتیازاتو ورکولو له لارې دغه ایتلاف شیندي.
د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر غړو رسنیو ته وویل، چې ښاغلي ستانکزي له دوستمه غوښتي دي، چې کابل ته راشي.
یو شمېر شنونکي د ارګ اندېښنه له دې کبله ګڼي، چې دا حزبونه د زیاتو وګړو ملاتړ لرلو له امله د حکومت او خلکو ترمنځ واټن زیاتولی شي.
سیاسي چارو پوه سمیع درهيي سلام وطندار ته وويل، د افغانستان ژغورنې ایتلاف ارګ ته د خبرداري زنګ دی او حکومت له مخامخ شوې ماتې او د ایتلاف شیندلو هڅه کوي.
د درهيي په خبره، که دا ایتلاف خپل پایښت وساتي حکومت سمون راوستلو ته مجبورولی شي.
خو د سیاسي چارو بل کار پوه برنا صالحي د ارګ اندېښنې له دې بولي، چې دا ایتلاف به د سیمې او نړۍ د قدرتونو ترمنځ سیاسي نیابتي جګړه زیاته کړي او په راتلونکو ټاکنو کې په غني کړۍ راکمه کړي.
دی وايي، له بله خوا د نوي جوړ شوي ایتلاف له وجې امریکا ارګ تر فشار لاندې نیولی او غني هڅه کوي دوستم ته د امتیاز په ورکول سره ایتلاف دړې وړې کړي.
له دې مخکې هم ارګ یو شمېر استازي جنرال دوستم ته ورلېږلي وو او له لاسته راوړنو پرته کابل ته راستانه شول.
په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شوي، چې د کابینې په غونډه کې د دوستم څوک لرې شوې ده.
داسې شایعات هم موجود دي، چې د افغانستان ژغورنې ایتلاف مشران له ترکیې افغانستان ته له راتللو سره سم له خپلو موقفونو استعفاوې ورکوي.