د اجرایه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، چې ولسمشریزې ماڼۍ د ټاکنیز نظام د سمون کمېسیون ریاست ته تقلب کوونکی ورپېژندلي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې ولسمشر غني او اجرایه رییس په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو کمېسیون د رییس د ګومارنې پر سر خبرې روانې دي او دواړه خواوې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.
فیصل د ملي یووالي حکومت د رهبرانو تر منځ د اختلاف لامل د جمهوري ریاست له لوري د یاد کمېسیون ریاست ته د تقلب کوونکي رییس معرفي کول بولي.
دی وايي، چې ولسمشر ماڼۍ داسې څوک دې ریاست ته معرفي کړی، چې د ټاکنو پر مهال په تقلب کې ښکېل و.
فیصل وویل، چې تر دې مهاله د کمیسیون د چارو پیل او د یاد کمېسیون د رییس ګومارنه، نه ده نهايي شوې.
ده زیاته کړه، چې اجرایه ریاست د ټاکنیز نظام د سمون په مسله کې حساس دی، دغه ریاست ته د یو داسې چا د ګومارنې سره مخالفت کوي، چې په ټاکنیز تقلب کې ښکېل وي.
په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي په دې اړه د نظر له څرګندولو ډډه کوي.
له بل لوري د فیفا رییس محمد یوسف رشید سلام وطندار ته وویل، چې حکومت د ټاکنو د سمون راوستلو په ژمنه عمل نه دی کړی، چې دغې چارې خلک پر حکومت او ټاکنیز نظام بې باوره کړي دي.
نوموړی زیاته کړه، چې هیڅ خوا دې ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو کمېسیون رییس نه معرفي کوي، ځکه چې بله خوا یې نه مني.
رشید زیاته کړه، چې د دغه کمېسیون رییس باید د د غړو له خوا وټاکل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه اونۍ وړاندې د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمد ویلي و، چې یوه اونۍ وروسته به د ټاکنیز نظام سمون کمېسیون چارې پیل شي؛ خو د ولسمشر حقوقي سلاکار له ژمنې دوه اونۍ تېریږي او د کمیسیون کار بې برخلیکه پاتې دی.
په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستل د ملي یووالي حکومت جوړېدلو د سیاسې هوکړې له مهمو برخو څخه وو.