اتم پړاو (اي پي ایل) کرکټ سیالۍ پرانیستل شوې

د هندوستان په کوربتوب د اتم پړاو (ای پي ایل) سیالیو پرانیسته بیګا شپه د کوربه ښار کلکتې لوبغالي کې دهندي فلمي ستورو په شتون ، نڅاګانو او سندرو رنګینه وه.

د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې چې دسیالیو پرانیستې غونډه د ټولو 8 ګډون کوونکو لوبډلو کپتانانو په شتون کې وشوه خو په کې د اتلې لوبډلې څښتن هندي فلمي ستوري شاه رخ خان ونه لیدل شو.

دغه راز د سیالیو د چارواکو لخوا په ټولو کپتانانو د لوبو د روحیې او اصولو ساتلو په موخه په ځانګړې (بیټ) لاسلیکونه هم واخیستل شول.

دغه راز د مراسمو پرمهال لوبغالي ته د اتلولۍ جام د سیالیو دفاعي اتلې لوبډلې (کلکته نایټ رایډرز) کپتان ګوتم ګمبیر راوړ او بیا ورسره د ټولو کپتانانو لخوا ډله ییز انځور وویستل شو.

ټاکل شویده اتم پړاو (ای پي ایل) تجارتي کرکټ سیالۍ به نن چهارشنبه په رسمي توګه د کلکتې او ممبۍ انډينز لوبډلو په لوبې سره دافغانستان په وخت ماښام ۷ بجی پیل شي.

د پلان له مخې به دغه سیالۍ څه باندې یوه میاشت روانې چې په کې به د نیمه پای لوبو او پای لوبو په شمول ۴۷ ورځې ټولټال ۶۰ سیالۍ ترسره شي او د (مۍ) میاشتی په ۲۴ مه نیټه به د اتلې لوبډلې په پیژندلو پاې ته ورسیږي.

د تیرو پړاونو په څیر دا ځل هم دغو سیالیو ته لوبغاړي په ډیرو لوړو بیو دنړۍ د سترو لوبډلو څخه اخیستل شوي دی چې په کې د لوبغاړو له اړخه (ډهلي) لوبډله له نورو پیاوړې بریښي.

د هندوستان (ای پي ایل) سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوې چې په کې دلومړي ځل لپاره راجستان رویلز ، دویم ځل ډیکن چارجرز، دریم ځل چنایی سوپرکېنګز، څلورم ځل هم چنایی سوپرکېنګز، پنځم ځل کلکته نایټ رایډرز، شپږم ځل ممبۍ انډینزاو تیرکال اووم  پړاو سیالۍ بیا ددویم ځل لپاره کلکته نایټ رایډرز لوبډلې وګټلې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام