اتلتیک بیلبائو لوبډله د هسپانیي د سوپر کپ اتلولي وګټله

د اتلتیک بیلبائو فوټبال لوبډله تېره شپه (دوشنبه) د بارسلونا فوټبال لوبډلې سره د لوبې په ډګر کې د یو پر یو ګول د مساوي والي له امله د هسپانیې سوپر کپ کټونکې شوه.

د بارسلونا لوبډلې، چې د (رفت) په مرحله کې له بیلبائو لوبډلې نه ۴ پر صفر ماتې خوړلې وه؛ د (برګشت) په مرحله کې ټول کوښښ دا و، چې لوبه د دوی په ګټه تمامه شي او توپ تر اخره بیلبائو لوبډلې ته پرېنږدي.

د بیلبائو پر لوبډلې له پرلپسې حملو وروسته د بارسلونا لوبډلې د لوبې په ۴۴مه دقیقه کې مسي د لويي سوارز په پاس باندې وکولی شول، چې د بیلبائو لوبډلې د ګول د دروازې قفل مات کړي.

د بارسلونا لوبډلې د لوبې په اوږدو کې یو په بل پسې د ګول وهلو موکې له لاسه ورکړې، تر دې چې په ۵۸ دقیقه کې د (پيکی) لوبغاړي له میدانه خارجېدلو سره یې بیخي د کپ د ګټلو هیلې اوبو یوړې.

د لوبې په وروستیو ۱۵ دقیقو کې اتیز ادوریز د بیلبائو لوبډلې لوبغاړي له موکې نه په استفادې وکولی شول، چې پر مقابلې لوبډلې یو ګول ووهي او خپله لوبډله له بارسلونا لوبډلې سره د یو پر یو مساوي کړي. دا هغه ګول و، چې د بارسلونا لوبډلې تمې یې د کپ له ګټلو نه پرې کړې.

د یادولو ده، چې بیلبائو لوبډلې له ۳۱ کلونو وروسته د هسپانیا سوپر کپ اتلولي وګټله.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام