د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وايي، چې حکومت باید د بهرنيو جاسوسي کړيو د دسیسو مخه ونیسي.
د ولسي او مشرانو جرګې غړو نن شنبه (اکټوبر۷مه) د هېواد د شهيدانو یادونه هم وکړه او زیاته يې کړه، چې باید د وژل شویو کسانو دوسيې دې په جدي ډول و څېړل شي.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وویل، چې د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو سره بهرني لاسوهنې روانې دي او خپلو موخو ته د رسېدو په هدف بې ګناه افغانان وژني.
هغه وايي دا دولت دنده ده، چې د ټولو دسيسو مخه ونیسي.
د ويلو ده، چې د ملي شورا د دواړو خونو په ۱۵ او ۱۶ تقنيني دورو کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ۱۸ غړي وژل شوي دي.
له بل لوري د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلميار پر حکومت غږ وکړ، چې د دواړو خونو د غړو امنیت په جدي ډول خوندي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر ۱۳۸۶م کال د لړم په ۱۶مه د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون مشر سېدمصطفی کاظمي سره د نورو ۵ غړو، چې بغلان ولایت ته يې کاري سفر درلود د یوې درنې بمي چاودنې له امله ووژل شول او تر اوسه يې عاملين نه دي په ګوته شوي.
د ملي شورا د شهيدانو ورځ هرکال د لړم په ۱۵مه نېټه د ملي شورا د دواړو خونو د غړيو له خوا د یو شمېر دولتي لوړ پوړو چارواکو په ګډون نمانځل کيږي، خو سږکال په دې لمانځغونډه کې د کابينې غړيو او نورو چارواکو ګډون کم رنګه وو او د ملي شورا ځينو غړيو هم له دې امله پر حکومت نيولې وکړې، چې دوی د ملي شورا شهيدانو ته درناوی نه لري.