د “ټوټاپ” بحث د وکیلانو په لفظي شخړو بدل شو

د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډه د ځېنو وکیلانو په لفظي شخړو واوښته.

په دغه غونډه کې د ولسي جرګې یو شمېر غړو وویل، چې د ټوټاپ پروژې د برېښنا مزي به د سالنګ له لارې تېريږي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي، چې ۱۴ ولایتونه د بامیانو او دایکندي ولایتونو قرباني شي.

سلیمان خېل زیاته کړه، چې بامیانو ته د برېښنا ورکولو سره مخالف نه دی، خو په وینا يې که پر سرور دانش، کریم خلیلي او محمد محقق هر حالت راځي، نو دا مزي به د سالنګ له لارې تېریږي.

د ولسي جرګې غړي محمود خان سلیمان خېل تور پورې کړ، چې د ټوټاپ پر ضد روانو ناندریو تر شا د ایران او پاکستان استخباراتي کړۍ کار کوي او دغه دوه هېوادونه غواړي اوس د ولسونو ترمنځ بې اتفاقۍ ته لمن ووهي.

د سلیمان خېل د خبرو په غبرګون د ولسي جرګې غړې صدیقه مبارز سختې سپورې خبرې وکړې او یو شمیر وکیلان یې بهرنیو هېوادو ته په جاسوسۍ تورن کړل.

په همدې اړه دغه بحث د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل او صدیقې مبارز ترمنځ په لفظي شخړه بدل شو.

بل خوا د یادې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، هیڅوک حق نه لري، چې د ولسي جرګې له ادرسه خلکو ته سپکاوی وکړي.

ده وویل، یو شمېر هغه وکیلان، چې قومي مسایلو ته لمن وهي د دوی د وړتیا ښکارندويي نه کوي.

تېره اونۍ ولسي جرګې یو ځانګړی کمېسیون ته دنده ورکړې ده، چې له حکومت سره د ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښناييزې پروژې لین غځېدو پر ستونزو بحث وکړي او د حل لارې ورته پېداکړي.

د ولسي جرګې رییس ابراهیمي ټينګار وکړ، چې ملي شورا د قانون پربنسټ د څار حق لري، خو د پرېکړې واک د حکومت دی او نه باید وکیلان په هغه کې لاس وهنې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام