
د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالي د دهنو کلي اوسېدونکیو په سیمه کې د وروستیو امنیتي پوستو د ځای پرځای کېدو په غبرګون کې ۱۲ ښوونځي تړلي دي.
د یادې ولسوالي د دهنو کلي یوه اوسېدونکي محمدامید سلاموطندار ته وویل چې د دې سیمې زده کوونکي ښوونځي ته د تګ راتګ پر مهال خوندي نهدي او هره ورځ د افغان امنیتي پوستو له لوري هوايي ډزې او جګړې کېږي.
نوموړی وایي، یاده ستونزه یې څو څو ځلي د لوګر له ولایتي ادارې سره شریکه کړې، خو په وینا یې، تراوسه پهدې اړه عملي ګام نهدی پورته شوی.
د دهنو سیمې په تړل شویو ښوونځیو کې دوه لېسې، دوه منځني ښوونځي او ۸ نور هم د هلکانو او نجونو لومړني ښوونځي شامل دي چې څه باندې دولس زره هلکان او نجونې پهکې زدهکړې کوي.
په همدې حال کې د لوګر د والي ویاند دیداراحمد لونګ هم له سلاموطندار سره په خبرو کې تایید کړه چې د محمداغې ولسوالي په دهنو سیمه کې د خلکو له لوري ۱۲ ښوونځي تړل شوي، خو په ونیا یې یاد کسان د وسلهوالو طالبانو له لوري هڅول شوي او غواړي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وباسي او سیمه ناامنه کړي.
د لوګر امنیه قوماندان سمونوال رحمخدا مخلص بیا سلاموطندار ته وویل چې د یادې ستونزې د حل لپاره یې له ملي امنیت او پوهنې ریاست سره په ګډه هڅې پيل کړي او ډېر ژر به دغه ستونزه هواره او ښوونځي پرانستل شي.

مخلص وایي، ولسي وګړیو ته پهکار ده چې د خپلې سیمې د امنیت په برخه کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د یادونې ده چې د لوګر د مرکز پل علم په ګډون، په ۳۶۵ ښوونځيو کې یو سل او پنځوس زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې څلوېښت زره یې نجونې دي.