نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې چاودنه وشوه چې نیم ساعت وروسته پرلهپسې دوه نورې چاودنې هم وشوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، په یادو چاودنو کې ۱ کس وژل شوی او ۱۷ نور ټپیان دي.
په ټپیانو کې یو خبریال، پنځه امنیتي سرتېري او پاتې نور ملکي وګړي دي.
د رحیمي په وینا، لومړۍ چاودنه د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو په کاسټر موټر کې د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله شوې ده.
- په روژه کې د ملکیانو مرګژوبله نږدې دوه برابره ډېره شوې
- د قنبر څلورلارې په برید کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي
په ټپیانو کې پنځه امنیتي سرتېري او پاتې نور ملکي وګړي دي.
که څه هم رحیمي د یوه خبریال ټپي کېدل تاییدوي، خو پهدې پېښه کې دوه خبریالان ټپيان شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، د پېښې له ځایه د کابل روغتونونو ته د یوه کس جسد او ۱۷ ټپیان ور وړل شوي دي.
دا داسې مهال دی چې پهدې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه په کابل کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه ډېر شوي چې د خلکو د اندېښنو لامل شوې دي.