د کرزي ناسنجول شوی غبرګون

د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر په ناسنجول شوې توګه د «طالبانو د تېر کال له اوربند نه» اوس ملاتړ کړی دی.

په هغه خبرپاڼې کې چې د پخواني ولسمشر د دفتر له رسمي ادرس نه خپره شوې، له افغان حکومت نه غوښتل شوي چې د خپل ښه نیت ښودلو لپاره د طالبانو له لوري له اعلان شوي اوربند سره سم اوربند وکړي.

په‌دې وروستیو کې د طالبانو د تېر کال اوربند په اړه هغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې تېر کال یې خپره کړې وه. خو جالبه دا ده چې د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ د مسکو دویمه غونډه چې حامد کرزی هم په‌کې و، پرون بې‌پایلې پای ته ورسېده.

د طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد هم په یوه ټویټري پیغام کې ویلي چې یاده ویډیو د تېر کال ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام