د لارو تړل د کابل ښاریانو د تګ‌راتګ ازادي اخلي

نن سهار د خواله رسنیو یوشمېر کاروونکیو په کابل ښار کې د تړل شویو لارو تصویرونه پر خپلو پاڼو خپاره کړل او د ښار د نظامي بڼې خبر یې ورکړ.

ویل کیږي دغه امنیتي تدابیر د احتمالي لاریونونو جوړېدو لپاره نیول شوي وو.

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د سړکونو له بندېدو شکایت کوي او وايي، د لارو تړل یې پر کارونو منفي اغېز کوي.

د کابل یو اوسېدونکی خالق وايي، هرڅوک حق لري چې په ازاده توګه خپل کاروبار وکړي، خو د لارو بندښت د خلکو مخه نیولې ده.

په کابل کې د یوه پارکېنګ مسوول عبدالغفار وايي، نن د لارو بندښت له امله امنیتي ساتونکي او کارکوونکي یې ونه توانیدل چې کار ځای ته راشي. هغه وایي، د لارو تړل کېدل د دې لامل شوي چې د موټرو تګ‌راتګ کم او دوی ته درانه اقتصادي زیانونه واوړي.

د کابل یو بل اوسېدونکی بسم‌الله وايي، په کابل ښار کې له اړتیا پرته د لارو بندښت او بې‌ځایه رخصتۍ لامل کېږي چې بچیان یې پر خپل وخت ښوونځي ته و نه رسېږي.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو شنونکي وايي، په کابل کې رخصتۍ او د لارو بندښت د خصوصي سکټور ملا ور ماتوي او د هېواد اقتصاد ته ستر زیان اړوي.

اقتصادي کارپوه صیام پسرلی وايي، رخصتۍ او د سړکونو تړل کېدل چې وخت ناوخت په کابل کې کېږي، خصوصي سکټور، کسبه‌کار او کوچني پانګه‌وال زیانمنوي.

خو د کابل امنیه قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي، نن سهار د احتمالي لاریونونو له کبله د کابل ښار په یوشمېر ځایونو کې امنیتي تدابیر نیول شوي وو، خو په وینا یې اوس د کابل امنیه قوماندانۍ په لارښوونه ټولې لارې د ټرافیکو پر مخ خلاصې دي.

تر دې وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یوشمېر نوماندانو د غبرګولي میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر له کار سره د مخالفت ترڅنګ، ګواښ کړی و چې مدني لاریونونه به وکړي.

د اساسي قانون د ۶۱مې مادې له مخې د ولسمشر دنده د پنځم کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه تر ټاکنو وروسته پای ته رسېږي، خو سترې محکمې څو موده مخکې په یوه تفسیر کې د غبرګولي میاشتې له لومړۍ وروسته د ولسمشر د کار پر دوام ټینګار وکړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام