د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ټاکنو په زماني مهالوېش کې د نویو بدلونونو پر بنسټ، د راروانو ټاکنو لهپاره د رایورکوونکیو د نوملیکنې تقویتي بهیر د جوزا پر ۱۸مه پیلېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهيمي وايي، د دې بدلونونو پر بنسټ، د رایورکوونکیو د نوملیکنې تقویتي بهیر د ۱۵ ورځو لهپاره دوام لري چې په هغه کې له بایومتریک دستګاوو نه ګټنه نه کېږي.
د کمېسیون د مسوولانو په خبره، د ولسي جرګې لهپاره د غزني ولایت د استازیو او د ولایتي شورا د نوماندانو نوملیکنه هم د جوزا پر ۱۸مه نېټه پیلېږي.