د کابل په شپاړسمه ناحیه کې د خراسان ښارګوټي اوسېدونکیو نن د دغه ښارګوټي عالي لیسه د ښوونکیو د کمښت له امله وتړله.
د یاد ښارګوټي د کوڅې وکیل محمدعیسی شفايي سلاموطندار ته وویل چې د خراسان ښارګوټي عالي لیسه د ښوونکیو له کمبود سره مخ ده او شته ښوونکي د ښوونځي ټولو زده کوونکیو ته بسنه نه کوي.
د نوموړي په وینا، ښوونکي نهدي توانېدلي چې د ښوونځي زده کوونکي اداره کړي او تر هغې یې چې چارواکیو غږ نه وي اورېدلی؛ د یاد ښوونځي دروازه به تړلې پرېږدي.
په همدې حال کې د کابل ښار د پوهنې ریاست د سمون او همغږۍ امر شفیقأالله توفیقي چې د کابل د شپاړسمې ناحیې اوسېدونکیو د اعتراض سیمې ته تللی وايي، د خراسان ښارګوټي عالي لیسې د ښوونکیو کمښت ستونزه یې لرې کړې ده.
د توفیقي په خبره، د کابل پوهنې ریاست د ۴۰۰۰ ښوونکیو له کمښت سره مخ دی او هیله لري چې دا ستونزه په نږدې راتلونکې کې حل شي.