بادغیس کې طالبانو ۱۴ امنیتي ځواکونه وژلي

د بادغیس ولایتي شورا غړی فرید اخي‌زی وايي، طالبانو پرون د بالامرغاب ولسوالۍ «اکازیو» سیمه کې د ملي‌اردو پر پوستو ډله‌‌ییز بریدونه کړي‌دي.

هغه وویل، دغو بریدونو کې ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د بادغیس والي ویاند جمشید شهابي بالامرغاب ولسوالۍ کې په امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه تاییدوي او وايي، نښتو کې د ملي‌اردو ۱۲ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د هغه په وینا، نښتو کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي؛ خو شمېر یې نه‌دی معلوم.

طالبانو هم د امنیتي ځواکونو تلفات تایید کړي‌دي.

له‌دې سره هم‌مهاله په تخار کې یوه امنیتي سرچینه وايي، طالبانو بېګاه د خواجه‌غار ولسوالۍ ښار ته نږدې د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي چې ۴ دولتي سرتېري په‌کې وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

وژل شویو سرتېرو کې یو د ملي امنیت، یو د پولیسو افسر او دوه پولیس شامل دي.

د سرچینې په وینا، طالبانو د خواجه‌غار ولسوالۍ په امنیې قوماندانۍ هم څو توغندي توغولي دي.

دې سره د تخار والي ویاند جواد هجري هم د طالبانو برید تاییدوي؛ خو د تلفاتو په اړه څه نه وايي.

هغه زیاته کړه، خواجه‌غار ولسوالۍ ته د امنیتي ځواکونو ملاتړ له‌پاره مرستندویه ځواکونه لېږل شوي او اوسمهال سیمه کې جګړه ختمه شوې‌ده.

ورته مطالب:

طالبانو بادغیس کې ۱۷ سرتېري وژلي

د بادغیس د بالامرغاب سقوط او د پوځې کنډک محاصره

طالبانو د بادغیس بالامرغاب او ابکمري ولسوالۍ ونیولې

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام