امنیتي ځواکونو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د وینا ازادي نقض کړه

د افغانستان د ملي مجمع په نوم بنسټ نن په کابل کې د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ونمانځله.

د دغه بنسټ مسوول سیدعبدالله هاشمي وايي، که څه هم خبریالان او رسنۍ د وینا ازادۍ ترلاسه کولو لپاره هېڅ راز هلې ځلې نه‌دي سپمولي، خو په‌دې وروستیو کې لیدل کېږي چې ځینې کسان د وینا ازادي د مخنیوي هڅه کوي. 

د هاشمي په وینا، امنیتي ځواکونو د سولې مشورتي لویې جرګې له لومړۍ تر وروستۍ ورځې د وینا ازادي نقض کړه.

اړوند مطالب:

عبدالله: د وینا ازادي په اړه زموږ په ذهنیت کې ستونزې شته

د سولې په خبرو اترو کې د بیان ازادي پر خوندیتوب د دانش ټینګار

سیدعبدالله هاشمي وايي، که تاوتریخوالی او د وینا ازادۍ نقض په پام کې ونه نیول شي، د رسنیو فعالیت به محدود او د وینا ازادي به له ګواښ سره مخ شي.  

نوموړی زیاتوي، د خبریالانو مدافع او ملاتړي بنسټونه د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې وسه نه‌لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام