په هلمند کې د حقالزاحمې ښوونکي وايي، له تېر یو کال راهیسي يي معاشونه نهدي ورکړل شوي.
دوی پوهنې وزارت ته ګواښ وکړ، که ۱۱۷۰ ښوونکیو ته د هغوی معاشونه ورنهکړل شي؛ له زدهکوونکیو به راتلونکي ازموینه هم وانهخلي.
لښکرګاه ښار کې د شهید انجنیر عبدالمین عالي لېسې ښوونکی شاهولي زیارمل او عبدالقدیر خان وویل، پهدې ولایت کې له تېر یو کال راهیسې د دوې حقالزاحمهيي معاشونه نهدي ورکول شوي.
دوی زیاتوي چې څو ځله يي دا ستونزه له پوهني ریاست سره شریکه کړي؛ خو بیا يې هم چا غږ نهدی اورېدلی.
دا ښوونکي له پوهنې وزارته پهدې برخه کې د جدي پام غوښتنه کوي.
د عبدالمیتن عالي لېسې زدهکوونکي د خپلو ښوونکیو د حق لهپاره له هغوی سره یو ځاي ولاړ دي.
د زدهکوونکیو په خبره، په تېر یو کال کې ښوونکیو له دوی سره په تدریس کې ډېرې سختې ګاللې دي؛ پهداسې حال کې چې دوالت یې تر اوسه حق نهدی ورکړی. دوی د خپلو درسونو او ازموینو په پار له دولته د جدي اقدام غوښتنه کوي.
د هلمند د پوهني رییس محمد داود شاه صفاري مني چې د حقالزاحمې ښوونکیو معاش نهدی ورکول شوی؛ خو زیاتوي چې له وزارت سره يي خبري کړي چې د دې ولایت د ټولو حقالزاحمهيي ښوونکیو معاش ورکړي.
دی هم اندېښنه ښيي کهچېرې یاد شمېر ښوونکیو درسي اعتصاب پیل کړ؛ ۴۸زره زدهکوونکي به له درسه بېبرخې شي.
د ده په وینا، د ښوونکیو استوګنیځو نومرو د وېش په برخه کې هم کار روان دی او ډېرو ښوونکیو ته به ورکړل شي.
ورته مطالب:
د ښوونکیو معاشونه به د مبایل له لارې ورکول کېږي