هغو مېرمنو چې قطر ته د طالبانو بلنه نه‌ده منلې له ګواښ مخ دي

یوې باوري سرچینې د نوم له یادولو پرته سلام‌وطندار ته وویل چې طالبانو ځېنو مېرمنو ته بلنه ورکړې‌وه چې د قطر په غونډه کې د هغوی په استازولۍ ګډون وکړي.

سرچینه زیاتوي، طالبانو بلل شویو مېرمنو ته ویلي وو، که د هغوی په استازولۍ په غونډې کې ګډون وکړي؛ ځېنې امتیازونه به ورکړي.

سرچینه همداراز وايي چې د طالبانو له‌خوا په ۱۱ بلل شویو مېرمنو کې ـ چې پخوا يې په لوړو دولتي څوکیو کار کړی ـ د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شریفه زرمتۍ او له ننګرهاره ولسي جرګې ته نوماندې نیلوفرعزیز هوتک نومونه یاد شوي؛ خو اغلې زرمتۍ او مېرمن هوتک د بلنې موضوع ردوي.

سرچینه دا هم وايي چې دې ۱۱مېرمنو د طالبانو غوښتنه رد کړې او اوس له ګواښ سره مخ دي.

د طالبانو د واکمنۍ یو چارواکي وحید مژده هم مني چې طالبانو پاکستان، ایران، اروپا او امریکا مېشتو یو شمېر افغان مېرمنو ته د قطر په غونډې کې د ګډون بلنه ورکړې‌وه.

ښاغلی مژده د بېلګې په توګه په امریکا کې د صوفیه عمر نوم یادوي.

دی وایي چې طالبانو له هېواد دننه هم ګڼو مېرمنو ته د قطر په غونډې کې د ګډون بلنه ورکړې‌وه‌.

دی د ولسي جرګې غړې ساهره شریف نوم یادوي چې د طالبانو بلنه یې منلې هم وه.

ښاغلی مژده بیا د طالبانو له لوري وربلل شویو مېرمنو ته د امتیاز ورکړې ژمنه او ګواښ دواړه ردوي.

ښاغلی مژده همدارنګه وايي چې د قطر په غونډې کې د طالبانو بلنې په اړه هغه مهال د پکتیا پخواني والي جمعه‌خان همدرد په کور کې غونډه هم جوړه شوې‌وه چې مشري یې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې صفیې صدیقي کوله او دوی ټولو د طالبانو بلنه منلې وه؛ خو د قطر غونډه لغوه شوه.

موږ هڅه وکړه چې د صفیی صدیقي او ساهرې شریف نظر هم په‌دې اړه وپوښتو؛ خو بریالي نه‌شولو.

خو شریفه زرمتی او نیلوفر عزیز هو تک ـ چې ویل شوي د طالبانو بلنه یې رد کړې او اوس له ګواښ سره مخ دي ـ سلام‌وطندار سره په خبرو کې د قطر په غونډې کې د طالبانو بلنه او هم ګواښ رد کړل.

مېرمن زرمتۍ وایي، تر اوسه ترې غوښتنه‌ نه‌ده شوې؛ خو که چا ورته وویل؛ فکر به ورباندې وکړي.

هاخوا بیا مېرن هوتک دا خبره شایعات بولي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اوس له‌پاره د قطر غونډه لغوه شوې‌ده.

 له‌دې مخکې په ځېنو بهرنیو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي‌وو چې ګنې طالبانو یو شمېر افغان مېرمنو ته بلنه ورکړې‌وه چې د دوی په استازولۍ د قطر په غونډې کې ګډون وکړي.

ورته مطالب:

ارگ: بین‌الافغاني غونډه قطر لغوه کړې

د قطر بین‌الافغاني غونډه هم وځنډېدله

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام