طالبان: د قطر غونډه د «واده مراسم» نه‌دي

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د قطر غونډې ته د تلونکي ۲۵۰ کسیز پلاوي د اعلان په غبرګون کې ویلي، دوحه دومره کسان نه مني.

د دې ډلې په خبرپاڼه کې لیکل شوي، په دا ډول غونډو کې داسې ګډون «دود» نه‌دی او په وروستي نوم‌لړ کې د څو محدودو سیاسي او قومي مشرانو نومونه شته چې یوازې هغوی به ګډون کوي.

په یاده خبرپاڼه کې وړاندې لیکل شوي، «د دغه نوم‌لړ جوړوونکي باید درک کړي چې دا د کابل په کوم هوټل کې د واده یا مېلمستیا مراسم نه، بلکې د پلان له مخې په یوه خلیجي هېواد کې منظمه غونډه ده.»

طالبانو ویلي، «د دا ډول نوم‌لړ له جوړولو او خپرولو داسې ښکاري چې کابل له دا ډول غونډو او د سولې برخه کې کېدونکیو پرمختګونو نه وېره لري او په دا ډول کارونو سره غواړي تخریب یې کړي.»

طالبانو یو ځل بیا ویلي چې د قطر په غونډه کې هېڅوک د حکومت استازولي نه کوي.

اړوند مطالب:

حکومت تېره ورځ د قطر غونډې د ګډونوالو نوم‌لړ خپور کړ چې د حکومتي چارواکیو په ګډون، د سیاسي ګوندونو او جریانونو، سیاستوالو، مدني ټولنو، ښځو، قومي مخورو، ځوانانو او یو شمېر نورو اړخونو کسان په‌کې دي چې له ډلې یې ۵۲ ښځینه هم دي.

ټاکل شوې د قطر بین‌الافغاني غونډه د اپرېل میاشتې پر ۱۹مه پیل او تر یوویشتمې نېټې دوام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام