د پکتیاوال: حکومت او طالبان دې عملیات ودروي

د پکتیا سپين‌ږیري، ځوانان او مېرمنې د افغان‌حکومت کلنی امنیتي پلان او وسله‌والو طالبانو له لوري د کلنيو جګړيزو عمليات د جګړې د دوام په معنا بولي او پر ښکېلو غاړيو غږ کوي، چې روان عمليات او جګړه ودروي.

د پکتيا دوه تنه اوسېدونکي محمدايوب توتاخېل او سپوږمۍ وايي، د افغان‌حکومت له لوري د خالد په نوم د وسله‌والو ډلو د ځپلو په پار پیل شوی امنیتي پلان او د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د الفتح په نوم عملیاتو کې تر ډېره زیان ملکي وګړي ویني چې بايد دواړه غاړې عمليات بس کړي.

اغلې سپوږمۍ زیاتوي چې د روانې جګړې له امله ډېرې مېرمنې په خپلو کورونو کې بدبختې او له زده‌کړو پاتې شوې.

په بېلابېلو ولايتونو کې ولسي خلکو له وسله‌والو طالبان او افغان‌حکومته غوښتي چې د سولې خبرو پر مهال اوربند وکړي؛ خو تر دا مهاله د خلکو دا غوښتنه نه‌ده پوره شوې.

ورته مطالب:

لاریونوال: بین‌الافغاني سوله او اوربند غواړو

د «الفتح» عملیاتو پر وړاندې د افغان‌حکومت‌، امریکا او ناټو غبرګون

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام