خوست؛ د واده په مراسمو کې ډزو ۳ تنه وژلي او ۱۳ یې ټپیان کړي

د خوست والي ویاند طالب منګل وايي، پېښه تېره شپه شاوخوا ۹بجې د تڼیو ولسوالۍ «دره‌ګي» سیمه کې د واده مراسمو کې رامنځته شوې چې ۵ تنه په‌کې وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

ښاغلي منګل وویل، پولیسو دې برخه کې څېړنې پیل کړې‌دي.

هاخوا د پېښې یو شمېر عیني شاهدان وايي، کوم کس چې د واده مراسمو کې ډزې کړي، نشه یې کړې‌وه.

د امنیې قومانداني ویاند عادل حیدر وايي چې د پولیسو له لوري د پېښې د عامل د کور له محاصرې وروسته هغه ځان‌وژنه کړې‌ده.

د خوست تڼیو ولسوالۍ کې د واده مراسمو کې دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې دغه ولایت کې زیاتره محفلونو کې د بجه‌بازۍ او نشه‌يي توکیو ستایلو په اړه سندرې ویل کېږي چې ډېری وخت په تاوتریخوالي بدلېږي او ان یو شمېر کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام