کندهار کې ۲۰ پولیس وژل شوي، ۱۲ ټپیان دی او ۸ ورک دي

د کندهار د ولایتی شورا یو غړی د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، تېره شپه د ښوراوک ولسوالۍ د سرو څاهانو په سیمه کې د وسله‌والو طالبانو ډله‌ییز برید ۲۰ پوله‌ساتي ځواکونه وژلي، ۱۲ يې ټپیان کړي او ۸ تنه يې له ځان سره بیولي دي.

د ده په خبره، دغه برید داسې مهال شوی چې د سپین‌بولدک ولسوالۍ څخه یو پلاوی یادې ولسوالۍ ته ورغلی و چې د شپې مهال ورباندې وسله‌والو طالبانو برید کړی‌دی.

د کندهار دوالي ویاند پيښه تایدوی، خو نور جزییات نه‌ورکوي.

د کندهار امنيه قوماندان تادين‌خان هم پېښه تایيدوي او وايي چې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې او په پېښه کې سرحدي پوليسو ته هم تلفات اوښتي.

ښاغلی تادین‌خان زیاتوي، د پېښې ساحه لېري ده او دوی د معلوماتو په راټولو اخته دي چې د رسنيو سره به يې شريک کړي.

وسله‌والو طالبانو رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼې کي د بريد مسووليت منلې او د ګڼو سرتېرو د مرګ‌ژوبلې د اړولو ترڅنګ يې د ۱۲ سرحدي پولیسو د ژوندي نيولو ادعا هم کړې؛ خو امنیتي مسوولان په‌دې اړه تراوسه څه نه وايي.   

ورته مطالب:

د تخار سرحدي ځواکونه؛ "ډوډۍ راولیږئ "

پاکستاني سرحدي پولیسو له تېرې شپې راهیسې د تورخم دروازه تړلې

پاکستاني پوځيانو د تورخم پر سرحدي پولیسو برید کړی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام