کابل کې د روغتیا نړۍواله ورځ «روغتیا د ټولو لهپاره» تر عنوان لاندې ونمانځله شوه.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د روغتیا نړۍوالې ورځې نمانځغونډې ته وویل، سره لهدې چې په ځېنو لېرو پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکترانو کموالي، مالي، امنیتي او ځېنو نورو ستونزو سره مخ دي؛ خو بیا هم دې برخې کې پرمختګ شویدی.
د ده په وینا، اوسمهال د ډېرو ناروغیو درملنه او تشخیص په هېواد دننه کېږي او دا لامل شوی چې د هغو افغانان شمېر کې ۳.۷ سلنه کموالی راشي چې د درملنې او تشخیص لهپاره نورو هېوادونو ته ځي.
ښاغلي فیروز زیاته کړه چې بهرنیو هېوادونو ته درملنې په موخه د افغانانو په تګ کې کموالی د دې ښکارندويي کوي چې هېواد کې ځېنو روغتیایي خدمتونو ته زمینه برابره شوې او دوی هڅه کوي چې دا اسانتیاوې نورې پراخې کړي.
د ده په وینا، شاوخوا په ۳.۷ سلنه کموالي به شاوخوا ۵۰میلیونه ډالر لګېدل چې لهدې لګښته خلاص شوي یو.
په همدې حال کې د پوهنې وزیر میرویس بلخي د روغتیا نړۍوالې ورځې نمانځغونډې ته وویل، د روغتیا ستونزه او پهدې اړه د پوهاوي ورکولو موضوع د دې وزارت له مهمو موخو څخه ده.
د ښاغلي بلخي په خبره، د ښوونځیو لهپاره د روغتیا په برخه کې پالیسي جوړه شوې چې د غوایي تر میاشتې به عملي شي او دا به د وقایې په برخه کی مهم رول ولوبوي.
د پوهنې وزیر دغه راز وویل، ډېر ژر به د عامې روغتیا وزارت په مرسته د لومړي ټولګیو ټولو زدهکوونکیو ته د لومړی ځل لهپاره د هغوی مهم معینات وشي چې د ناروغیو په اړه یې له مخکې پوه شي.
د چارواکیو په وینا، دا مهال افغانستان کې ۸۵ سلنه وګړي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري او د هر کس روغتیایي خدمتونو لهپاره کال کې ۵ ډالره مشخص شوي چې د ناروغانو لهپاره بسنه نهکوي.
ورته مطالب: