د ناټو اویایمه کلیزه؛ په افغانستان کې به د ګډې پرېکړې له مخې پاتې کېږو

په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر نېکولاس کې د دغه سازمان د اویایمې کلیزې په نمانځغونډې کې وویل چې په افغانستان کې به د ګډې پرېکړې له مخې پاتې کېږو.

نوموړی زیاتوي، ناټو به تر هغې په افغانستان کې پاتې شي چې د وضعیت د بدلون لپاره لازم شرایط برابر شي.

نېکولاس کې وايي، په قطر کې تر څو ځله ناستو وروسته، اوس د رښتینې سولې لپاره ښه فرصت برابر شوی او ښه به وي چې اختلافونه د خبرو اترو له لارې حل شي.

د کې په وینا، اوس باید بین‌الافغاني خبرې اترې پیل او ټول افغانانو د سولې او د هېواد راتلونکي سرنوشت په اړه خپل نظریات سره شریک کړي.

د ناټو ملکي سفیر زیاتوي، دا خبرې اترې باید د افغان حکومت په محوریت پیل او ټول اړخونه، د ښځو او ټولو قومونو استازي په‌کې برخه ولري.

اړوند مطالب:

«امریکا او ناټو له افغانستانه د وتلو ګډه پرېکړه نیسي»

د ناټو نوی ملکي استازی «نیکلاس کی» کابل ته راغی

ناټو: د سولې تر بریا له افغان ځواکونو سره همکاري کوو

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام