له لمره محروم ماشومان یوازې د شپې لیدل کولی شي

د بې‌وزلۍ او غریبۍ ترڅنګ نابینايۍ هم د ۱۱کلنې صالحې، ۷کلنې رقیې او ۳کلنې شفقې ماشومانه هیلو ته لاس‌رسی لنډ کړی‌دی.

دا ماشومان د بادغیس په پلازمېنې قلعه‌نو په یوې بې‌وزله کورنۍ کې ژوند کوي.

دوی ـ چې د ورځې له لوري د لمر له رڼا او ماشومانو او همزولو سره له لوبو کولو محروم دي ـ خپله خوشبختي یوازې د شپې په تیاره غېږه کې لټوي.

دا درې خویندې شپه د ځان له‌پاره غنمیت بولي او په همدې تیاره مهال کې د خپلو هیلو او ارزوګانو ماشومانه تمثیل کوي.

۱۱کلنه صالحه په معصومه څېره او ماشومانه انداز وايي چې دوی د شپې له لوري هر څه لیدلی شي؛ خو د ورځې له لوري ړانده وي.

دوی ـ چې لا سمې خبرې نه‌شي کولی؛ خو هیله‌منې دي چې یوه ورځ به یې سترګې ښې شي.

د شپې په را رسېدلو سره یوازینۍ هیله ـ چې دا ماشومان یې له خپل مور و پلاره لري ـ د ماشومانو لوبو اجازه ده.

د دې ماشومانو پلار محمد صادف وايي، ۶ اولادونه لري چې وروستي ۳ یې د ورځې له لوري ړانده دي او څه شی نه‌شي لیدلی.

د ده په خبره، د شپې له لوري یې اولادونه لیدل کولی شي؛ خو د ورځې له‌خوا د ړوندو په شان برېښي.

محمدصادق د سترګو ډاکټرانو له خولې وايي چې ماشومان یې له هېواده بهر د درملنې وړ دي؛ خو دا یې د درملنې وس نه‌لري.

صالحه او د هغې نورې دوې خویندې هم له دولت او مرستندویو ټولنو مرسته غواړي چې د نورو جوړو انسانانو په شان د ورځې له لوري هم لیدل وکړای شي. دوی د نورو ماشومانو په شان تګ ته ډېرې هیله‌منې دي.

ورته مطالب:

له یو ړانده سړي نه وخت او ځای نه غلطېږي

په هېواد کې ۵۰ % ړانده کسان له ۵ زرو افغانیو نه په کم لګښت د درملنې وړ دي

په هېواد کې ۵۰ سلنه ړانده کسان له ۵ زرو افغانیو نه په کم لګښت د درملنې وړ دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام