کندوز؛ پولیسو ته پیسو نه ورکولو؛ دوه ملکیان ووژل

د کندوز د نظم‌ عامه پولیسو د کندوز ـ شېرخان بندر په لویه لاره د پلټنې پوستې سره دوه ملکي وګړي وژلي دي.

په‌دې اړه د کندوز یو شمېر اوسېدونکیو لاریون کړی او د کندوز ـ شېرخان بندر لاره یې تړلې ده.

لاریونوال وايي، نن سهار مهال چې کله له کندوزه د شېرخان بندر پر خوا روان وو؛ د نظم عامه یو پولیس ترې پيسې وغوښتې چې د نه ورکولو پرمهال پرې ډزې وشوې او دوه تنه یې ووژل.

د لاریونوالو په خبره، دوی د یو خپلوان واده ته روان وو چې له دې پېښې سره مخ شول.

دوی د یو پرېکړه‌لیک په خپرولو سره د یاد پولیس له‌پاره قانوني جزا غواړي او خبرداری ورکوي، که یې غوښتنو ته رسیده‌ګي ونه‌شي؛ د کندوز ـ شېرخان بندر لویه لاره به د تګ ـ راتګ له‌پاره وتړلي.

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفي‌الله امیري د دې خبر په تایید سره وايي چې امنیتي مسوولان باید د دا ډول خپل‌سرو کارونو مخه ونیسي چې عامو وګړیو ته زیان ونه رسېږي.

خو امنیتي مسوولان د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه وايي.

له‌دې مخکې هم د کندوز اوسېدونکیو د عامه نظم د پولیسو د پلټنو له پوستو شکایتونه کړي‌وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام