
د مزارشریف ـ شبرغان پر لویه لار د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د موټرو پر کاروان له برید یوه ورځ وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر ټاکنیزو ډلو د دغه برید په اړه غبرګونونه ښودلي دي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د عبدالرشید دوستم پر موټریز کاروان د شوي برید د غندنې ترڅنګ، یاد برید کمزوری عمل بللی او له اړوندو ادارو یې غوښتي چې د عاملانو د نیولو او سزا ورکولو لهپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.
پهدې خبرپاڼې کې لیکل شوي: «د ولسمشر پر لومړي مرستیال او د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پر ملاتړي برید پهداسې حال کې چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې روانې دي، موږ او د افغانستان خلک سخت خواشیني کړي دي.»
دې ډلې له امنیتي ادارو غوښتي چې د عبدالرشید دوستم د امنیت لهپاره ځانګړي تدابیر ونیسي.
په یاده خبرپاڼه کې راغلي: «پهدې وسیله طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته وایو چې په دا ډول بریدونو سره به نه یوازې په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون مخه و نه نیسي، بلکې د سولې په روانو خبرو اترو کې به هم لهدې لارې کومه ګټه ترلاسه نهکړي.»
له بلېخوا د محمدحنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر ښاغلي دوستم شوی برید غندلی او د دې پېښې د هراړخېزې څېړنې غوښتونکي شويدي.

د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم له حکومته غواړي چې د هېواد د سیاسي شخصیتونو د امنیت په اړه جدي اقدام وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د جنرال دوستم موټرې داسې مهال تر برید لاندې راځي چې «خپله د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال دی او دا د حکومت دنده ده چې د سیاسي شخصیتونو او ټولو هېوادوالو امنیت تامین کړي.»
د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وروسته له ۳کالو نه بلخ ولایت ته لاړ او له هغه ځایه د خپلو ملاتړو ترمنځ د وینا لهپاره جوزجان ته رهي شو؛ خو د موټرو کاروان یې د شبرغان ـ مزارشریف په لویه لاره د طالبانو له کمین سره مخ شو.
عبدالرشید دوستم وویل چې د طالبانو په کمین کې یې یو ساتونکی وژل شوی او دوه نور ټپيان شويدي.
خو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پرون یې د جنرال دوستم پر کاروان برید کړی چې د اسدالله په نوم یو مهم قوماندان یې د ۴تنو ساتونکیو سره وژلی او ۶ تنه ساتونکي یې ټپيان کړي. دوی ادعا کوي چې پهدې برید کې یې د ښاغلي دوستم یو ټانک او یو رینجر موټر هم ویجاړ کړيدي.
د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ـ چې په مزارشریف ښار کې یې د خپلو ملاتړیو په منځ کې وینا کوله ـ وویل چې که څه هم تراوسه یې د سولې خبرو اترو په اړه مشخص دریځ نهدی نیولی؛ خو په دې اړه یې نیوکه وکړه.
ښاغلي دوستم وویل: «په ترکیه کې بېکاره نه وم، په اوزبیکستان کې بېکاره نه وم، موږ باید د سولې په خبرو کې مهمه ونډه ولرو، موږ دولت یو، موږ حکومت یو، نه دا چې په خبرو کې غاړې ته کړای شو، په ۶ میاشتو کې مو ۱۶ ولایتونو ازاد نهشول کړای.»
د ولسمشر لومړی مرستیال روان کال د افغانستان لهپاره خونړی بولي او وايي، که ولسمشر، اجرایوي رییس او د ملي امنیت شورا ورته ۶میاشتې وخت ورکړي، شمالي ولایتونه به ترهګرو پاک کړي.
ورته مطالب:
دوستم د ولسمشر د فرمان په مقابل کې؛ د جوزجان مرستیال والي معرفي ته نه پرېږدي
جنرال دوستم: له ما پرته طالبانو سره خبرې امکان نهلري





