په افغانستان کې د ۱۳۹۷ کال پر مهال سیاسي بدلونونه

۱۳۹۷ کال د افغانستان لپاره د سیاسي بدلونونو مهم کال و، خو له سیاسي اړخه د ملي یووالي حکومت لپاره ښه نه و. په دغه کال کې د سولې خبرو اترو لپاره د ملي یووالي حکومت هڅې په بشپړه توګه په ټپه ودرېدې او د امریکا متحده ایالاتو په بې‌ساري توګه له طالبانو سره مستقیمې خبرې پیل کړې.

پاکستان بیا د لوبې میدان ته را وګرځېد، د افغان حکومت او امریکا اړیکې خړې پړې شوې او طالبانو په سیاسي برخه کې ښه حضور پیدا کړ.

په دغه کال کې د واکمنې ډلې په توګه د ولسمشر غني سیاسي ډله له درز سره مخ شوه او دا دې لامل شو چې ولسمشر پر ځواک بیا کتنه وکړي. په دې راپور کې د ۱۳۹۷ کال د تر ټولو مهمو سیاسي پېښو یادونه کوو.

د سولې خبرې اترې

د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت د بې قید او شرط پرته خبرو اترو په اعلان سره هڅه وکړه چې طالبانو د سولې مېز ته حاضر کړي، خو طالب ډله تراوسه نه‌ده حاضر شوې چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته حاضر شي.

ولسمشر غني دغه راز له حکومت سره مخامخ خبرو ته د طالبانو حاضرولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړ او یوه بېلګه یې په بې‌سارې توګه د کوچني اختر په ورځو کې له طالبانو سره د حکومت اوربند و.
طالبانو که څه هم دغه وړاندیز ومانه، خو له درې ورځني اوربند وروسته یې خپلې جګړې ته دوام ورکړ.

د امریکا متحده ایالتونو تر هغې وروسته چې افغان حکومت په دغو هڅو کې پاتې راغی، زلمی خلیلزاد یې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وټاکه چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

زلمي خلیلزاد هم د دغه مسوولیت له اخېستو وروسته له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې او د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې یې وکولای شول پنځه ځله له طالب استازیو سره وګوري چې لاسته‌راوړنې یې هم له ځانه سره لرلې، خو دا پنځه پړاوه خبرې د ملي یووالي حکومت له استازیو پرته وشوې چې همدا موضوع د ولسمشر د اندېښنې وړ وګرځېده. غني د یادو غونډو د پرمختګ او لاسته‌راوړنو په غبرګون کې وویل چې د هېڅ بدې هوکړې په پای کې به لاسلیک و نه‌کړي.

د مسکو غونډې چې د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازیو او د پخوانیو حکومتي چارواکیو په‌کې د طالبانو له استازیو سره ولیدل، ولسمشر غني یې د تېر په پرتله ډېر اندېښمن کړ.

له پاکستان سره اړیکې

په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم، له پاکستان سره د امریکا چلن بدل شو. پر اسلام‌اباد د امریکا فشارونه په یاد هېواد کې د ناسم وضعیت راوستو لامل شول او افغان حکومت یاد فشارونه د خپلو هڅو پایله وبلله، خو د امریکا د بهرني سیاست په بدلېدو او په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د نوي حکومت جوړېدل لامل شول چې اسلام‌اباد یو ځل بیا د لوبې میدان ته راووځي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څه موده مخکې وویل چې په افغانستان کې به یو نوی او ټول‌شموله حکومت جوړ شي چې افغان حکومت یې په غبرګون کې د پاکستان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته ور وغوښت.

بله‌خوا د پاکستان حکومت په افغان سولې پروسه کې د افغان حکومت په پرتله ښه ځای لري او په مستقیمه توګه په یادو خبرو اترو کې لاس لري.

افغانستان او امریکا

د سولې خبرو اترو کې پرمختګ، له طالبانو سره د هوکړې لپاره د امریکا متحده ایالاتو زړه‌ ښه والي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د احتمالي وتلو، د کابل او واشنګټن اړیکې له ستونزې سره مخ کړې.
په وروستي ځل د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ځانګړي استازي تور پورې کړ چې د یادې پروسې په اړه افغان حکومت ته لازم مالومات نه ورکوي او دغه راز هڅه کوي چې په افغانستان کې لنډمهالی حکومت جوړ او دی یې مشري وکړي.

د حمدالله محب دا څرکندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له توند غبرګون سره مخ شوې او د کابل او واشنګټن اړیکې یې خړې پړې کړې. تر دې مخکې هم د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ولسمشر غني ترمنځ د اختلافاتو په اړه خبرونه خپاره شوي وو، خو د ملي امنیت شورا سلاکار د دغو اختلافونو اوج را برسېره کړ.

ټاکنې

د ملي یووالي حکومت له یوې اوږدې دورې وروسته وتوانېد چې په ۳۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې وکړي، خو د ۱۳۹۷ کال تر پایه د یادو ټاکنو بشپړې پایلې نه‌دي خپرې شوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چې د ۲۰۱۴ کال لانجمنو ټاکنو پر مهال یې خپل باور بایللی و، د ټاکنو قانون په تعدیل او لپاره یې د نویو کمېشنرانو ټاکلو سره یې نه یوازې خپل باور ترلاسه کړ، بلکې د ولسي جرګې ټاکنو پر مهال د پراخو درغلیو په اړه خپاره شوي راپورونه د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو د لرې کېدو لامل شول.

ولسمشر غني له سیاسي ګوندونو او د ولسمشرۍ نوماندانو سره په همغږي او د هغوی په خوښه د ټاکنو قانون تعدیل او د یادو نوماندانو پر رایو یې د دواړو کمېسیونونو لپاره نوي کمېشنران وټاکل چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې مدیریت کړي.

کورني اختلافات

۱۳۹۷ کال په افغانستان کې د ډلو او اړخونو ترمنځ له اختلافونو او دغه راز د نویو سیاسي ډلو له جوړولو سره مخ و. په دغه کال کې د ولسمشر غني سیاسي ډله له کورنیو ستونزو سره مخ شوه او د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر چې مهم سیاسي شریک یې و، له ولسمشر نه بېل او د رقابت لپاره یې میدان ته را ودانګل. د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم هم له یوې سیالې ډلې سره ودرېده.

په ۱۳۹۷ کال کې ډېری سیاسي ګوندونو او بهیرونو د حکومت پر وړاندې ودرېدل او ان ځینو یې هڅه وکړه چې د ملي یووالي حکومت د جوړښت په پام کې نه نیولو سره د لنډمهالي حکومت طرحه وړاندې کړه.

په ۱۳۹۷ کال کې ټولنیزې پېښې

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام