افغانستان د فوټبال اسیایي جام او المپيک ته و نه رسېد

د افغانستان ۲۳ کلنې «امېد» فوټبال ملي لوبډلې د قطر په کوربه‌توب د اسیا ۲۳ کلنو فوټبال جام په غوراوي پړاو لوبو کې پرله‌پسې دویمه لوبه هم وبایلله او په‌دې سره یې د مخکې تګ چانس له لاسه ورکړ.

افغانستان که څه هم د بېګا شپې په لوبه کې تر لومړۍ نیمایي نه خپله ګول وکړ او نه یې عمان لوبډله ګول ته پرېښوده، خو د لوبې پایله په دویمه نیمایي کې معلومه شوه.

د عمان ۲۳ کلنې فوټبال ملي لوبډلې ۲ د ۱ ګول په وړاندې افغان ۲۳ کلنې «امېد» فوټبال ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او افغان لوبډله یې له روان جامه حذف کړه.

افغان ۲۳ کلنې فوټبال ملي لوبډلې په‌دې سره د قطر او عمان خلاف له ماتو وروسته نه یوازې د راتلونکي کال اسیا ۲۳ کلنو فوټبال جام ته لاره پیدا نه کړه، بلکې ترڅنګ یې د راتلونکي کال المپیک سیالیو ته هم د رسېدو چانس له لاسه ورکړ.

د افغانستان او عمان ترمنځ لوبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشوه چې ۱۵۰ نندارچیانو یې په لوبغالي کې ننداره کوله او د افغانستان په ګټه یوازینی ګول احمد حیدري په ۷۷مه دقیقه کې د پنلټي پر مټ وواهه.

اړوند مطالب:

افغانستان د مالیزیا په فوټبال کې له فاینله پاتې شو

افغانستان له ساحلي فوټبال نړۍوال جامه پاتې شو

ټاکل شوی د روانو سیالیو په دوام به افغان ۲۳ کلنه فوټبال ملي لوبډله خپله وروستۍ لیګ لوبه سبا له نیپال لوبډلې سره وکړي چې نیپال لوبډلې هم خپلې دواړه لومړۍ سیالۍ قطر او عمان ته بایللې دي.

د اسیا ۲۳ کلنو فوټبال جام سیالیو ته د لارې موندنې په موخه پیل شويو غوراوي پړاو لوبو کې د افغانستان په ګډون د اسیا وچې د ۴۴ هېوادونو لوبډلې برخه لري چې سبا د ۱۱ هېوادونو په ۱۳ ښارونو کې پای ته رسېږي.

له یادو سیالیو نه به په بېلابېلو ډلو کې ۱۶ غوره لوبډلې د ۲۰۲۰ کال اسیا ۲۳ کلنو فوټبال جام د کوربه ټایلنډ ۲۳ کلنې لوبډلې په ګډون ۱۶ لوبډلې وروستي ټورنمېنټ ته لار پیدا کړي.

دغه راز د دغو سیالیو په پایله کې به غوره لوبډلې د جاپان په کوربه‌توب د راتلونکې ۲۰۲۰ کال المپیک نارینه فوټبال سیالیو ته هم لار پیدا کړي.

په قطر کې د افغانستان د ۲۳ کلنو فوټبال ملي لوبډلې ترڅنګ، د افغانستان فوټبال ملي لوبډله روانه اوونۍ په مالیزیا کې وه چې د «ایرمرین» جام په دواړو لوبو کې د عمان او مالیزیا په وړاندې له ماتو سره مخ شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام