په پروان کې د دوو ځوانانو له ۵کالو وروسته غچاخېستنې ۴۰ کورنۍ خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړې.
په ۱۳۹۲لمریز کال کې د پروان د جبلالسراج ولسوالۍ په ګذرپایین کلي کې د دوو کورنیو د جنګ له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول. خو دا مهال چې له یادې نښتې ۵ کاله تېرېږي د یوې کورنۍ ځوان د غچاخېستلو لهپاره راپورته شویدی. پهداسې حال کې چې هماغه مهال د سپينږیرو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دواړو کورنیو ترمنځ دعوې او جنګ پای ته ورسېد.
اوسمهال د دې کلي شاوخوا ۴۰ کورنۍ نورو ځایونو ته د کډه کولو لهپاره مجبوره شوې.
د ګذرپایین کلي اوسېدونکي وايي، له ډاره خپل کلي ته نهشي تللی او له حکومته دې ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې د پروان محلي چارواکی د دې ستونزې د دایمي حل خبر ورکوي.
د پروان د والي ویانده وحیده شهکار سلام وطندار ته وايي، د بېځایه شویو کورنیو له شکایته وروسته د والي په هدایت د جبلالسراج ولسوال په مشرۍ یو پلاوی وټاکل شو چې دې ستونزې ته حل راوباسي.