
د مدني ټولنو یو شمېر استازیو نن کابل کې د پاکستان لومړي وزیر هغو څرګندونو په اړه ـ چې ویلي یي وو، افغانستان کې یو غوره حکومت رامنځته کېدونکی دی ـ سخت غبرګون څرګند کړی.
دوی د عمرانخان دا څرګندونې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي.
د افغانستان د پراختیا ټولنې ویاند قاسم اکبري وویل، افغانان لنډمهاله حکومت نه غواړي او داسې سوله غواړي چې د تېرو اتلسو کلونو لاستهرواړنې پهکې خوندي وي.
ښاغلي اکبري وویل، له بدهمرغه ځېنو افغانساستوالو هم د افغانستان په تړاو د پاکستان د لومړي وزیر په وروستیو څرګندونو د صحت مُهر ايښی چی دا ډول کړنې د ملي ګټو په زیان دي.
دول له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د لاسوهنو مخه ونیسي او اجازه ور نه کړي چې دې هېواد کې یو بل جنایت ته لاره هواره شي.

دغه څرګندونې داسې حال کې مطرحېږي چې څو ورځې مخکې د پاکستان لومړي وزیر د قبایلي سیمو له ګڼ شمیر اوسېدونکیو سره د لیدنې پر مهال، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته په اشارې ویلي وو چې ډیر ژر به افغانستان کې سوله تامین شي او ټولو ته به منونکی حکومت رامنځته شي.
د پاکستان د لومړي وزیر تر څرګندونو یوه ورځ وروسته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کابل کې د دې هېواد د سفارت یو مستشار احضار کړ او خپل اعتراض یې ورته وړاندې کړ.
د دې ترڅنګ ځېنو افغانچارواکو هم د پاکستان د لومړي وزیر دغه څرګندونې د افغانستان کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې ده.
ورته مطالب:
«د افغاندولت فشارونو د طالبانو او عمرانخان لیدنه لغوه کړه»
د افغان حکومت د کورني مشروعیت له بحران او نړۍوال ملاتړ له کمېدو سره مخ دی





