
د جوزجان د خماب ولسوال انجینیر احمد سلاموطندار ته وايي، طالبان د دې ولسوالۍ له نیولو وروسته له څوو ولایتونو مخدره توکي راټولوي او ترکمنستان ته یې قاچاقوي.
د ښاغلي احمد په وینا، طالبان دا کار د خماب ولسوالۍ له لارې په ډېرې اسانۍ سره کولی شي. دی زیاتوي د ولسوالۍ خلک مجبور دي چې هلته طالبانو سره مصلحت وکړي او د هغوی ظلم ومني؛ خو د هرې ورځې په تېرېدلو سره له دې ستونزې اندېښنې زیاتېږي.
د جوزجان د خماب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي هم دې ولسوالۍ کې د طالبانو د فعالیتونو له پراخېدو اندېښنه ښيي او وايي، دغې ډلې ترکمنستان هېواد ته د نشهيي توکیو قاچاق پیل کړیدی.
دوی له دولته د دې کار د مخنیوي غوښتنه کوي او زیاتوي چې د دې ډلې قاچاق د خماب لهپاره ستر خطر پېښولی شي.

د خماب ولسوالۍ ځېنې نور اوسېدونکي ـ چې سلاموطندار سره خبرو کولو ته نه حاضرېږي ـ تاییدوي، چې طالبان نشهيي توکي له څوو ولایتونو راټولوي او ترکمنستان ته یې قاچاق کوي چې بیا په هغو پیسو خپل پوځي وسایل برابروي.
هاخوا د جوزجان والي ویاند فریدون انیق هم سلاموطندار ته وايي، طالبان د مخدره توکیو قاچاق له لارې ځانونه تمویلوي.
دی ډاډ ورکوي چې د پولیسو په پوستو او چیکپواینټونو په زیاتولو سره به د دې کار مخه ونیسي.
خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د مخدره توکیو قاچاق کې د دې ډلې لاس لرل ردوي او وايي، طالبان د نشهيي توکیو قاچاق سره سروکار نهلري.





