افغانستان له ساحلي فوټبال نړۍوال جامه پاتې شو

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ایراني روزنکي له لوري له څوو میاشتو تیاریو وروسته له لومړۍ بریا سره ـ سره د سږ کال ساحلي فوټبال نړۍوال جام ته لاره پیدا نه‌کړای شوه.

د میثم اشتیاني په روزنه کې افغان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې په‌خپل (الف) ګروپ کې د یو بریا او ۲ ماتو وروسته نه یوازې په روانو اسیایي ساحلي فوټبال جام سیالیو کې له مخکې تګ پاتې شوه ترڅنګ یې د سږ کال ساحلي فوټبال نړۍوال جام سیالیو ته په رسېدو کې هم پاتې راغله.

ټاکل شوې‌ده، د سږکال ساحلي فوټبال نړۍوال جام سیالۍ به د ۳ اسیایي لوبډلو په موجودیت کې د امریکا وچې په پرګوایي هېواد په کوربتوب وشي.

د افغانستان او کوربه تایلینډ ساحلي فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د ګروپ وروستۍ لوبه پرون وشوه چې تایلینډ په‌کې ۲ د صفر ګول پر وړاندې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د کابل په یخې هوا کې د تمریناتو له کولو سره د تایلینډ په کوربتوب په اسیایي ساحلي فوټبال جام سیالیو کې برخه اخېستې وه.

د یادونې ده چې افغان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د اسیا ساحلي فوټبال جام په لومړۍ لوبه کې ۳ د ۲ ګولونو پر وړاندې مالیزیایۍ لوبډلې ته له اضافه وخت وروسته ماتې ورکړې‌وه؛ خو د تایلینډ خلاف له ماتې مخکې یې دویمه لوبه ۳ د ۲ ګولونو پر وړاندې د فلسطین ساحلي فوټبال ملي لوبډلې خلاف بایللې وه.

د افغانستان په ۳ سیالیو کې ۳ لوبغاړیو شهاب علوي، رووف قادري او سمیع محمدي ۵ ګولونه ووهل چې ۳ ګولونه په‌کې د مالیزیا او فلسطین خلاف په یوازې ځان سمیع محمدي ووهل.

د افغانستان په موجودیت کې د (الف) ګروپ ۲ مخکښو لوبډلو فلسطین او د افغانستان خلاف له ماتې سره ـ سره د مالیزیا ساحلي فوټبال ملي لوبډلو د روانو اسیایي جام سیالیو ۸ غورو لوبډلو «کوارټرفاینل» پړاو ته ورسېدلې.

د اسیا ساحلي فوټبال جام سیالۍ د روانی مارچ پر ۷مه نېټه د ۱۶ اسیایي ساحلي فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د دې هېواد په پتایا ښار کې پیل شوې‌دي او د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه به د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسېږي.

د دې سیالیو په پای کې به لومړی، دویم او درېیم مقام‌والا لوبډلې د پرګوایي هېواد په کوربتوب د سږ کال ساحلي فوټبال نړۍوال جام سیالیو ته لاره هم پیدا کړي.

د اسیا ساحلي فوټبال جام سیالۍ هر دوه کاله وروسته د یو اسیايي هېواد په کوربتوب کېږي چې افغانستان په خپل ګروپ کې درېیم او ټولټال د ۱۳ لوبډلو په کتار کې ۶م مقام ترلاسه کړی‌و.

ورته مطالب:

افغانستان د ساحلي فوټبال نړۍ‌وال جامه پاتې شو

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله چین ته لاړه

افغانستان د چین په ساحلي فوټبال ټورنمېنټ کې دویم مقام وګټلو

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام