د سولې مشورتي لویه جرګه د راتلونکي کال د غوايي پر ۹مه جوړېږي

ولسمشر محمداشرف غني د یو فرمان په صادرولو سره د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس محمدعمر داودزی د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون رییس ګومارلی او هغه ته یې دنده سپارلې چې له ټولو دولتي بنسټونو سره په همغږۍ په‌دې برخه کې اقدام وکړي.  

د دې فرمان پر بنسټ، کمېسیون دې د راتلونکي کال د غوايي/ ثور میاشتې پر ۹مه نېټه د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه کړي.

د ولسمشر په فرمان کې راغلي: «د سولې مشورتي لویې جرګې د استماع په منظور، مشورو، د ټولنې د ټولو قشرونو استازیو نظرونو او تحلیلونو ته په احترام کولو او د مذکراتو بهیر ته د تسریع لارې لټول؛ د جرګې جوړېدل دي.»

په‌دې فرمان کې ویل شوي چې د سولې مشورتي لویه جرګه به لوی او ملي فرصت وي چې له ټول هېواده به په کې د خلکو استازي په صمیمانه او ازاده فضا کې لکه، د طالبانو له تحریک سره د مذاکراتو چارچوب او سولې ته د رسېدلو د څرنګوالي تعریف په اړه به خپلې اساسي پوښتنې مطرح کړي

ټاکل شوې‌وه د سولې مشورتي لویه جرګه د روان کال د حوت پر ۲۶مه او ۲۹مه نېټه جوړه شوې‌وی او شاوخوا ۲زرو کسانو په‌کې ګډون کړی وی؛ خو د دې جرګې د تاخیرېدو علت د ټول شمولو استازیو ګډون دی.

ورته مطالب:

دانش: هېڅکله سوله په سوال نه غواړو

مونیخ؛ سولې په تړاو د ناټو په ګډون د ګڼو هېوادونو ژمنې

ولسمشر: په کابل کې به د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام