د بادغیس ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیګ سلام وطندار ته وویل چې تېره شپه ۱۰بجې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ طالبانو له پرمختللیو وسلو سره د دې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په اکازي کلي کې د ملياردو پر پوستو بریدونه وکړل.
د هغه په خبره، طالبانو له څو ساعته نښتې وروسته ۲پوستې نیولې دي.
ښاغلی بیګ زیاتوي، پهدې نښته کې یو سرتېری وژل شوی، ۷ ټپيان شوي او ۱۲ نور نادرکه دي.
هغه همداراز وايي چې امنیتي ځواکونو د کومکي ځواکونو ژمنه کړې؛ خو په وینا یې که ژر ور ونه رسېږي؛ ممکن بالامرغاب سقوط شي.
ورته مطالب:
بادغیس کې طالبانو ۲۲ امنیتي ځواکونه وژلي
په بادغیس کې طالبانو د اردو ۳۰ سرتېري وژلي
بادغیس کې د پولیسو پر یوې پوستې هوايي برید شوی
په ورته وخت کې د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي وايي چې پهدې پېښه کې یو سرتېری وژل شوی او د ۵ تنو سرتېرو د ټپي کېدو تر څنګ طالبانو د امنیتي ځواکونو یوه پوسته نیولې ده.
دی د طالبانو له لوري د امنیتي ځواکونو اسارت ردوي او زیاتوي چې مرستندویه ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.
لهدې سره هممهاله طالبانو د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د دوو نیول شویو پوستو د تصویرونو د خپرولو ترڅنګ ویلي چې ۷ افغان سرتېري یې وژلي او ۶ یې اسیران کړيدي.