هغه شرکت ـ چې دوې ورځې مخکې یې د ولسمشر او مخابراتو وزیر د سترګو پر وړاندې د ۱۱میلیونو امریکايي ډالرو قرارداد واخېست ـ هېڅ نوم او نښان نهلري او پهدې قرارداد کې د یو «لوی فساد» خبر تاييدوي.
ټاکلشوې بُستوس شرکت داسې پوستکالی/ سافټویر جوړ کړي چې د مخابراتو د عوایدو برخې د راپور ورکولو مسوولیت په غاړه ولري او ترڅنګ به یې د سیستم بنسټیزه موخه له مخابراتي شبکو لارې ډاډ ترلاسه کول وي چې له پېرېدونکیو نه ۱۰سلنه مالیاتو اخېستلو د روڼتیا په تړاو د خلکو ډاډ حاصل کړي.
بُستوس شرکت یوه فېسبوکپاڼه لري چې د ۱۳۹۵ لمریز کال پر ۲۸مه جوړه شوېده. خو له هماغې ورځې تر پرونه د ۴حیرانوونکيو پوسټونو له خپرولو وروسته غیرفعاله شوې. خو جالبه دا ده پوه شئ چې د بُستوس شرکت فېسبوکپاڼه په نامعلومو دلایلو لېرې شوېده.
د بُستوس شرکت رییس «جوشووا جي بُستوس» نومېږي چې د اطلاعاتو لهمخې لهدې مخکې د سافي هوايي شرکت رییس و او یو ناڅاپه یې له «ریلټایم» قرارداد سره سر واکيښ.
له بُستوس شرکته لومړی فېسبوکي پوسټ په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې شویوی چې نن لېرې شو.
د یادونې ده چې د بُستوس شرکت وېبپاڼه د «حقمل» په نوم یو افغاني شرکت جوړ کړېده. د حقمل شرکت رییس ښاغلي حقمل د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې د وزیراکبرخان جومات له ملا امام ایاز نیازي سره د بُستوس شرکت د رییس د «جشووا جي بستوز» د مسلمانېدو یو عکس خپور کړی.
د بُستوس شرکت په وېبپاڼه کې راغلي چې دا شرکت ۶کاله کاري تجربه لري؛ خو نه یې په وېبپاڼه او نه هم په ټوله مجازي نړۍ کې د دې شرکت د ۶کلنې تجربې په اړه څه خپاره شويدي. پهداسې حال کې چې د دې شرکت وېبپاڼه په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شوی چې د ۳کلنه تجربه یې ښيي.
د بُستوس شرکت وېبپاڼه دومره غیرمعیاري ده چې د پاڼې په پای کې یې د هغو څلورو هېوادونو نومونه لیکلي چې شرکت پهکې پروژې کار کړېدي او پهدې هېوادونو کې د یو نوم «افریقا» ښودل شویدی.
له هر څه جالب دا دي چې دې شرکت پهخپلې وېبپاڼې کې لیکلي چې ۱۳۰۰ کارکوونکي لري، پهداسې حال کې چې د «بوزفایل» شرکت د وېبپاڼې له لوري د دې شرکت تحلیل او تجزیې ښيي چې ثبت شوي کارکوونکي یې ۳ تنو ته رسېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق واحدي د دې قرارداد د تړون په اړه په تازه غبرګون کې ویلي: « [د فساد د افشا] لهپاره د فوقالعاده او فوق سرې اسنادو اړتیا نهشته. په لیکندن، ویکيپيډیا، ګوګل او فېسوک کې له کم لټون وروسته تاسو دا موضوع خپله ثابتولی شئ.
د ټکنالوژي علومو تحلیلګر سجاد رجايي سلام وطندار ته وویل چې د بُستوس شرکت د سواد کچه ډېره ټیټه ځکه ده چې دا مورد د دې شرکت وېبپاڼې ته په ورتګ سره درک کېږي او هغه شرکت چې د ریلټایم پوستکالي د جوړولو اراده لري؛ دومره کمزوری او بېکیفیته وېبپاڼه نهشي لرلی.
ښاغلی رجايي زیاتوي چې له یو بهرني شرکت سره د دا ډول تړون کول هېڅ اړین نهوو او په افغانستان کې داسې ډېر شرکتونه شته چې په ډېر کم لګښت سره د ریلټایم پوستکالی جوړولی شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د دې راپورپه غبرګون کې وايي چې له بُستوس شرکت سره شوی تړون مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ اړوندېږي؛ خو د دې وزارت ویاند سایر ځلاند سلام وطندار ته وايي چې مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د قرارداد په عقد کې یوازې «تطبیقوونکې» ونډه لرله.
پهدې اړه مو د تدارکاتو کمېسیون د نظر اخېستلو پرلهپسې هڅه وکړه؛ خو ټولې هڅې مو بې پایلې وې.