
په ننګرهار، لغمان او بامیانو کې په سندرو، نڅاو او د بېلابېلو بوختوونکیو نندارو په وړاندې کولو د افغان سرتېرو ورځ ونمانځل شوه.
جلالاباد کې د شېرزي لوبغالی نن سهار د سرتېرو ورځې نمانځنې په ویاړ د زرګونو کسانو کوربه و چې د بېلابېلو ملکي او پوځي چارواکیو ترڅنګ پهکې ولسي خلکو، لوبغاړیو او مېرمنو سرتېري وستایل.
هر کال د کب نهمه په ټول هېواد کې د سرتېرو د ورځې په نوم نمانځل کېږي.
دغو مراسمو ته د ټولو امنیتي بنسټونو سرتېري ورغلي وو چې خلکو یې په بېلابېلو بڼو ستاینې او نمانځنې وکړې.
شېرزي لوبغالي کې جوړو شویو مراسمو ته د ننګرهار والي شاهمحمود میاخېل وویل، اوس ولسي وګړي د بهرنیو او کورنیو کړیو پر وطنضد او دولتضد تبلیغاتو پوه شوي او څومره چې د افغانپوځ خلاف تبلیغات زیاتېږي؛ هغومره ورسره د خلکو مینه په څپو راځي.

د ننګرهار والي د امنیتي ځواکونو ښې همغږۍ او خلکو ته د ډاډمن امنیت راوستلو په اړه ولسونو ته ډاډ ورکړ او له خلکو یې هم له خپلو ځواکونو سره د همکارۍ کولو غوښتنه وکړه.
د امنیتي ځواکونو په ویاړ دغه جوړ شوي پروګرام کې د بېلابېلو سپورتي او پوځي نندارو ترڅنګ د سرتېرو ستاینه په تمثیلي ټوټو او شعرونو کې هم وشوه.
د ننګرهار تر څنګ لغمان او بامیانو ولایتونو کې هم د کب نهمه یا د سرتېرو ورځ نمانځل شوې او ځېنو سیمو کې خو لا د دې ورځې نمانځل لا هم روان دي.
د دغو دواړو ولایتونو واليانو محمداصف ننګ او طاهر زهیر د سرتېري ورځې غونډو ته وویل چې امنیتي ځواکونو په ټول توان د خاورې او خلکو دفاع کړې او پهدې لاره کې هېڅ راز قرباني نه درېغوي.
په درېیوو واړو ولایتونو کې چارواکیو، مدني فعالانو او عامو خلکو د امنیتي ځواکونو سرتېرو په غاړو کې د ګلونو اچولو ترڅنګ هغوی ستایلي او ډاډ یې ورکړی چې تل به د خپلو سرتېرو تر څنګ ولاړ وي.
ورته مطالب:
سرتېری؛ د پولیس لهپاره ویښتیا او ځیرتیا لومړی شرط دی
پروان؛ ځېنې ملا امامان د بهرنیانو په امر د امنیتي ځواکونو جنازې نهکوي





