.jpg)
افغانستان او ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډلې له نږدې یوې لسیزې راهیسې یو بل سره نړۍوالې سیالۍ کوي چې تراوسه د دواړو لوبډلو ترمنځ ۲۰ پنځوس اوریزه لوبې شوېدي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۵ لوبو لړۍ نن پیل شوه چې ایرلینډي کپتان ویلیم پورټلفیلډ پهکې د پچې له ګټلو وروسته د لومړۍ لوبې کولو پرېکړه وکړه.
د دواړو لوبډلو لومړۍ ۵۰ اوریزه لوبه په ۲۰۰۹ کال کې په سویلي افریقا کې وشوه چې افغانستان د ۳۹ منډو په توپیر ګټلې وه.
دغه راز د دواړو لوبډلو وروستۍ لوبه بیا تېرکال په بلفاسټ کې شوېوه چې افغانستان د ۸ وېکټو په توپیر ګټلې وه.
د واړو لوبډلو له یو بله لس ـ لس سیالۍ ګټلې چې دنننۍ سیالۍ په ګټلو سره یوه لوبډله له بلې مخکیوالی ترلاسه کوي.
.jpg)
د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ په شویو سیالیو کې ایرلینډی اوپنر پالسټرلینګ او د افغانستان لهپاره رحمتشاه زرمتی مخکښ توپوهونکي دي.
دغه راز د افغانستان لهپاره د ایرلینډ خلاف په ترسره شویو ۵۰ اوریزو لوبو کې راشدخان ارمان په ۴۱ وېکټو اخېستلو مخکښ توپاچوونکی شمېرل کېږي.
د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ په وروستي ۲۰اوریز سېریز کې افغان توپوهونکي حضرت ځاځي د نړۍ په ۲۰اوریز کرېکټ کې ریکارډونه جوړ کړل.
په تازه سېریز کې افغانستان له پرلهپسې لوبو له ګټلو سره د ریکارډ په ټینګولو کې د پاکستان له کرېکټ ملي لوبډلې مخکې شو.
ورته مطالب:
افغانستان له ایرلینډه د کرېکټ درېیم جام هم وګټلو
افغانستان به پر خپل ځای، خو ایرلنډ به له زمبابوې مخکې شي
د افغانستان او ایرلینډ ۲۰اوریز سېریز په درجهبندۍ څه اغېز لري؟





