بامیان؛ د ګرځندوی ژمنۍ جشنواره پیل شوه

په بامیان ولایت کې د ګرځندوی لومړنۍ ژمنۍ جشنواره د تصویرونو او لاسي صنایعو په نندارې، د شعر شپې او د سکي نړیوالې لوبې په سیالیو پیل شوه.

د یادې جشنوارې جوړوونکي وايي، هڅه کوي چې هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو ته د ګرځندوی سفرونو له لارې د یادو ولایتونو اوسېدونکي بامیان ته د راتګ لپاره وهڅوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د بامیان ولایت د سیمه‌ییزې ادارې مسوولان وايي، د بامیان ولایت تاریخي اثار او طبیعي منظرې، په هېواد کې د ګرځندوی لپاره یوه اصلي سیمه ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیاله مژګان مصطفوي وايي، د ګرځندیانو د جلبولو لپاره یوه ښه لار د جشنوارو جوړول دي.

د نوموړې په وینا، په هېواد کې تر جګړو وړاندې ډېرو خلک بامیان ولایت ته د سیل لپاره راتلل، خو جګړې او د طالبانو له لوري د دغه ولایت د فرهنګي اثارو د له منځه وړلو له کبله، په بامیان کې د ګرځندوی صنعت ته زیان اړولی

په همدې حال کې د بامیان ولایت چارواکي دغه ولایت ته په تللو لارو کې ناامني د ګرځندویانو په وړاندې سترې ستونزې بولي.

بدخشان د ګرځندویانو د لومړنۍ جشنوارې کوربه

بامیان: ګرځندویان د تاریخي ځایونو ساتنې ته پام نه‌کوي

په بامیانو د ګرځندویانو د ورتګ غورځنګ

بامیان د هېواد د مرکزي ولایتونو د هغو ولایتونو له ډلې یو دی چې ډېر فرهنګي او تاریخي اثار او ښکلې سیمې لري او هر کال زرګونه ګرځندویان یاد ولایت ته ورځي.

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د موندنو له مخې، تېر کال نږدې ۴۰۰ زره ګرځندویان دغه ولایت ته ورغلي، خو سږ کار په لویو لارو کې د ناامنۍ له کبله دا شمېر ۱۶۰ زرو ګرځندویانو ته راټیټ شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام