
د ملي روغتیا یوه تازه څېړنه چې د عامې روغتیا وزارت، د احصايې مرکزي ادارې او د المان د کیټ پوهنتون له لوري شوې، ښيي چې له ۲۰۰۳ کاله تر ۲۰۱۸ پورې له ۵ کلونو د کمعمره ماشومانو د مړینې کچه ۸۰ سلنه کمه شوې ده.
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په ۲۰۰۳ کال کې له ۵ کلونو د کمعمره ماشومانو مړینه په هرو زرو ماشومانو کې ۲۵۷ وه، خو اوس ۴۹ موردو ته را ټيټه شوې ده.
د فېروز په وینا، له ۲۰۰۳ کال نه تر ۲۰۱۵ پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ماشومانو ته د واکسیناسیون تطبیق هم له ۱۵ سلنې نه تر ۲۰ سلنې زیاتوالی ښيي.
نوموړي زیاته کړه، له ۲۰۱۳ کال نه تر ۲۰۱۸ پورې د خوارځواکۍ معیار هم له ۴۰،۹ سلنې نه ۳۶،۶ سلنې ته را ټیټ شوی دی.
غور؛ د درملو له نهشتوالي ۳ ماشومانو او ۲ ښځو ژوند له لاسه ورکړ
یونسف؛ افغان ماشومانو ته ۵۰ میلیونه ډالره مرسته غواړي
لوګر کې د سینهبغل ناروغۍ ډېر ماشومان نیولي
له ماشومانو د ملاتړ ۴۰۰بنسټونه؛ لا هم ستونزې لري
د شري ناروغۍ نږدې ۱۴میلیونه ماشومان واکسینېږي

یاده سروې ښيي چې د قابلهګانو له لوري له زېږون وړاندې مراقبتونو کې ښه پرمختګ شوی دی.
د روغتیا ملي سروې له مخې، له زېږون وړاندې مراقبتونه ۶۳.۸ سلنه او له ۲۰۱۵ کال نه تر ۲۰۱۸ پورې د قابلهګانو له لوري زېږون له ۵۳ سلنې ۵۸.۸ سلنې ته زیات شوی دی.
د دې سروې پر بنسټ، د ۲۰۰۳ کال په پرتله اوس د قابلهګانو له لوري په هغو مېرمنو کې د زېږون کچه چې په کلیو کې اوسېږي، له ۴ سلنې نه ۵۱ سلنې ته او له زېږون وړاندې د مراقبت کچه یې له ۸ سلنې نه ۵۹ سلنې ته لوړه شوې ده.
د ۲۰۱۸ کال د روغتیا ملي سروې د شپږو میاشتو په اوږدو کې له نږدې ۲۰ زرو کورنیو سره د خبرو له لارې شوې چې له ۲۳ زرو نه ډېرو ماشومانو او شاوخوا ۲۱ زرو میندو پهکې ګډون کړی دی.