خلیلزاد: تل‌پاتې او داسې سوله باید وشي چې ټول ارزښتونه په کې خوندي وی

ولسشمر محمد اشرف غني بېګا د افغانستان د سولې له‌پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره د افغانستان د سولې په اړه وکتل.

په‌دې کتنې کې چې په دلګشاه ماڼۍ کې وشوه، د سولې د مشورتي بورډ غړیو، د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر غړیو، ګڼو چارواکیو او مدني فعالانو حضور لرلو.

افغان ولسمشر همداراز ویلي، له زلمي خلیلزاد سره د کار په نوې او واضح طریقې هوکړې ته رسېدلي یو چې د هغې په چوکاټ کې معلومات شریکېږي او د مشخصې اجنډا په اړه  دوامدارې مشورې او ګامونه پورته کېږي.

ده زیاته کړه، د سولې په اړه سیمه‌ییز، نړ‌ۍوال، د اسلامي ټولنې او ملي چاپېریال ته لا زیاته توجه کېږي چې موجوده اجماع پیاوړې شي او په ځېنو مواردو کې چې اجماع نه‌شته، اجماع به رامنځته شي.

ورته مطالب:

ولسمشرغني: په افغانستان کې جګړه د امریکا جګړه نه‌ده

مونیخ؛ سولې په تړاو د ناټو په ګډون د ګڼو هېوادونو ژمنې

خلیلزاد: د سولې بین‌الافغاني خبرو پیلول بېړنی لومړیتوب دی

ښاغلي غني وویل، طالبان دې له پاکستان او پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې واضح کړي چې پر کوم اساس استوارې دي او په خبره یې، د دې ترڅنګ دې له تروریستي شبکو او  جرمي او حرام اقتصاد سره د طالبانو اړیکې هم معلومې شي.

په‌دې مراسمو کې د افغانستان د سولې له‌پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد وویل، د هغې نوې کاري طریقې له لارې به ـ چې په واضح چوکاټ کې رامنځته شوې ـ د سولې بهیر مخ ته لاړ شي.

ده همدارنګه زیاته کړه، د امریکا موخه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو ترڅنګ له ‌‌‌ډيپلوماټیکو لارو څخه په افغانستان کې د تلپاتې سولې له‌پاره د هڅو زیاتوالی دی چې د دواړو هېوادونو ګټې خوندي او ترڅنګ یې هڅه کوي چې د جګړې لګښت کم شي.

ډاکټر خلیلزاد ډاډ څرګند کړی چې د افغان حکومت او افغانانو په محوریت په افغانستان کې د سولې له‌پاره جدي دی؛ خو داسې تلپاتې او پایداره سوله غواړي چې  ټول ارزښتونه په کې حفظ او څلوېښت کلن بحران په‌کې پای ومومي.

ده دا هم واضح کړه چې د دوی موخه د وتلو لار پیدا کول نه‌، بلکې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت دی او د سولې له ټینګښت وروسته به د افغانستان حکومت سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا بحث وکړي.

ډاکټر خلیلزاد د سولې په پروسه کې د سیمې ارزښت ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د سولې په لټه کې ځکه دي چې موخه د جګړې ختمول دي؛ خو د هر ډول سولې پلوي نه دي.

هغه زیاته کړه، سوله د سیمې له‌پاره هم ځکه ګټوره ده چې افغان حکومت د لارو او ځمکنيو او هوایي دهلیزونو په اتصال سره د زیاتو ظرفیتونو موجودیت وښود چې د پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دي.

ده په ورته مهال یوځل بیا پر پاکستان غږ وکړ چې د سولې پروسې په برخه کې باید عملي همکاري وکړي او ویې ویل، د سولې په برخه کې د سیمه‌ییزې اجماع له‌پاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

هغه وویل، د افغانستان او امریکا حکومتونو ترمنځ د سولې په پروسه کې د لیدلورواو نظر توپیر نه‌شته، ټول هغه اقدامات او هڅې ـ چې د سولې په برخه کې شوي ـ لومړني ګامونه دي. ده هیله وښوده چې که څه هم پرمختګونه محدود دي؛ خو هیله بښونکي دي او هیله لرو د افغان حکومت او خلکو سره په همغږۍ ښه پرمختګونه ولري.

ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره په ډېرو غونډو کې پر څلورو موضوعاتو لکه، له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو پر څرنګوالي، د امریکایي عسکرو د حضور، له افغان حکومت سره پر مستقیمو مذاکراتو او  سرتاسري هراړخیز او دایمي اوربند بحث کړی.

د ده په خبره، تر هغې چې په‌دې څلورو واړو موضوعاتو موافقه نه‌وي شوې، دې ته پرمختګ نه‌شو ویلی.

دی د اوربند مسله او افغان حکومت سره خبرې تر ټولو مهم موضوعات کني او په ورته مهال ټول مسایل له یوه بل سره تړلي بولي او وايي، ټول تصمیمونه به د افغان حکومت په محوریت نیول کېږي.

نوموړي د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو د اعلان په پار د ولسمشر غني د نوښت ملاتړ او هرکلی وکړ.

په دې کتنه کې ګډون کوونکو له ډاکټر خلیلزاد څخه خپلې پوښتنې مطرح او له هغه سره یې خپل نظرونه شریک کړل او د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د هغوی پوښتنونو ته ځوابونه ورکړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام